د فارس خلیج سیمې کشاله دې په خبرواترو هواره شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i58474-د_فارس_خلیج_سیمې_کشاله_دې_په_خبرواترو_هواره_شي
د قطر خارجه وزیر تیر ماښام د امریکې له خارجه وزیر سره په ګډه خبري غونډه کښې یوځل بیا د خبرواترو له لارې د فارس خلیج سیمې د کړکیچ په هواري ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 23, 2017 10:10 Asia/Kabul
  • د فارس خلیج سیمې کشاله دې په خبرواترو هواره شي

د قطر خارجه وزیر تیر ماښام د امریکې له خارجه وزیر سره په ګډه خبري غونډه کښې یوځل بیا د خبرواترو له لارې د فارس خلیج سیمې د کړکیچ په هواري ټینګار وکړ.

محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په دغه خبري غونډه کښې وویل: دوحه لاهم د فارس خلیج سیمې د کشالې د ختمولو لپاره له بایکاټونکو هیوادونو عربستان، اماراتو، بحرین او مصر سره د خبرواترو په انتخاب ژمنه ده.

هغه د فارس خلیج سیمې کړکیچ قصداً جوړ شوی وباله او زیاته یې کړه چې دغه کړکیچ د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د غړو پر امنیت اغیزه کړې ده.

محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په دسمبر میاشته کښې په کویت کښې د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د سرمشیریزې د جوړیدو په هکله هم وویل چې قطر په دغې غونډې کښې د ګډون لپاره تراوسه هیڅ بلن لیک نه دی ترلاسه کړی.

په یاده خبري غونډه کښې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن هم د فارس خلیج ملګرتیا شورا ته د امنیت د ورستنولو په ضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل چې واشنګټن د دې کړکیچ د هواري لپاره د هیڅ ډول حل لارې د ورتپلو نیت نه لري او د موجودو ستونزو هواری په داخلي خبرواترو سره ضروري دی.

ټیلرسن زیاته کړه چې د عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان څخه یې له قطري لوري سره د خبرواترو غوښتنه کړې ده خو عربستان د فارس خلیج سیمې د کړکیچ په هکله له قطر سره نیغ په نیغه خبرواترو ته نه دی چمتو.