ملګری ملتونه دیمن له جنګه دسعودی عربستان ژغورلو هڅه کوی
دملګرملتو دغه پلان له دې زیات چې د یمن د ولس په ضد دآل سعود رژیم د تیریو اوجنګ د درولو او د بحران دحل لپاره وی، په یمن کې په ښکیلې جبۍ کې له بې شرمۍ او بې عزتۍ د دغه جنایتکار رژیم ژغورنه پکې شامله ده
دلندن العرب ورځپاڼې پخپل یوه وروستی راپور کې د یمن دبحران دحل لپاره دملګروملتو د پلان ځینی هغه مادې خپرې کړی چې په هغو کې دیمن په جنګ کې له ترسره شوو جنګی جنایتونو دسعودی عربستان د رژیم په عزت سره د ژغورنې هڅه شامله ده .
دغه راپور ښئ دملګرملتو دغه پلان له دې زیات چې د یمن د ولس په ضد دآل سعود رژیم د تیریو اوجنګ د درولو او د بحران دحل لپاره وی، په یمن کې په ښکیلې جبۍ کې له بې شرمۍ او بې عزتۍ د دغه جنایتکار رژیم ژغورنه پکې شامله ده . العرب ورځپاڼې دغه راز لیکلی دی ، دغه پلان چې دملګروملتو ځانګړی استازی اسماعیل ولد الشیخ ئې په هیوادونو ګرځوی ، په دغو جنایتونو کې د سعودی عربستان غوره ملاتړی دامریکا اوانګلستان ئې ترشاولاړ دی .