الحشد الشعبی مبارز ولسی ځواک دعراق اوسیمې یوه ستره هیله ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i58499-الحشد_الشعبی_مبارز_ولسی_ځواک_دعراق_اوسیمې_یوه_ستره_هیله_ده
الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک دعراق له بیلابیلو ډلو جوړ ولسی اورګان دی چې د ۲۰۱۴کال دجون په لسمه نیټه دموصل ښار له نسکوریدا سره په یووخت د عراق دستر دینی مرجع آیت ا... سستانی په غوښتنې سره جوړ شوی دی . او د ۲۰۱۶کال دنومبر په ۲۶نیټه ، دعراق پارلیمان هم دا ولسی مبارز ځواک د عراق دوسلوال ځواک یوه برخه اعلان کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 24, 2017 04:02 Asia/Kabul
  • الحشد الشعبی مبارز ولسی ځواک دعراق اوسیمې یوه ستره هیله ده

الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک دعراق له بیلابیلو ډلو جوړ ولسی اورګان دی چې د ۲۰۱۴کال دجون په لسمه نیټه دموصل ښار له نسکوریدا سره په یووخت د عراق دستر دینی مرجع آیت ا... سستانی په غوښتنې سره جوړ شوی دی . او د ۲۰۱۶کال دنومبر په ۲۶نیټه ، دعراق پارلیمان هم دا ولسی مبارز ځواک د عراق دوسلوال ځواک یوه برخه اعلان کړی دی .

دعراق لومړی وزیر حیدرالعبادی  بیګا  دامریکا له خارجه وزیر  ریکس ټیلرسن سره  په کتنې کې   دعراق  له ولسی مبارز ځواک  الحشد الشعبی  پریکنده ملاتړ وکړ او  په دې باب ئې د ټیلرسن   دوروستیو څرګندونو په  غبرګون کې  ټینګار کړی ،   الحشد الشعببی دعراق یو رسمی اورګان دی او   د دغه اورګان په باب  فیصله دعراق  ملت او حکومت فیصله کوی .

 دعراق لومړی وزیر ددې خبرې په کولو سره چې  الحشد الشعبی مبارز ولسی ځواک   په دغه هیواد کې  له ترهه ګرو سره  په مبارزې کې  اساسی رول لوبوی او   هیڅوک پرې سترګې نشی پټولی .

 د عراق د لومړی وزیر  دفتر   هم بیګا  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  په دې خبرې په ټینګار سره چې    هیڅوک حق نه لری ،   دعراقیانولپاره کومه فیصله   وکړی وئیلی دی ،  الحشد الشعبی  مبارز ځواک  ددرستو عراقیانو دی او له عراقیانو پرته بل څوک پکې شتون نه لری .

 دامریکا خارجه وزیر رکس ټیلرسن پرون   په ریاض کې دسعودی عربستان  له خارجه وزیر  عادل الجبیر سره په  کتنې  کې مدعی شوی ،  دشیعیانو ملیشیه چې  په عراق کې له داعش سره  جنګیدل ، اوس ئې  کار ختم شوی دی  او باید خپل هیوادته   بیرته ستنه شی .