دعراق د وروستیوبریالتیوبونوراز،وحدت اوله میړنیو او مومنوځوانانو ملاتړدی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i58588-دعراق_د_وروستیوبریالتیوبونوراز_وحدت_اوله_میړنیو_او_مومنوځوانانو_ملاتړدی
داسلامی انقلاب معظم لارښود دترهه ګرو او هغو دملاتړو په مقابل کې دروستیو بریالیتوبونو راز ، دعراق دمیړنی اوشجاع او مومنو ځوانانو اوولسی ځواک څخه د دعراق د حکومت ملاتړ او دبیلابیلو قومونو وحدت وباله او دغه رائې د سیمې او ګاونډیو هیوادونو سره داړیکو دپراختیا لپاره دعراق دحکومت دهلوځلو په ملاتړ سره ټینګار وکړ ، په عین حال کې باید دامریکایانو د دوکو او چلولونو په باب هم ځیر ووسئ او هیڅکله هم پرې اعتبار ونه کړئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 26, 2017 10:37 Asia/Kabul
  •   دعراق د وروستیوبریالتیوبونوراز،وحدت اوله میړنیو او  مومنوځوانانو ملاتړدی

داسلامی انقلاب معظم لارښود دترهه ګرو او هغو دملاتړو په مقابل کې دروستیو بریالیتوبونو راز ، دعراق دمیړنی اوشجاع او مومنو ځوانانو اوولسی ځواک څخه د دعراق د حکومت ملاتړ او دبیلابیلو قومونو وحدت وباله او دغه رائې د سیمې او ګاونډیو هیوادونو سره داړیکو دپراختیا لپاره دعراق دحکومت دهلوځلو په ملاتړ سره ټینګار وکړ ، په عین حال کې باید دامریکایانو د دوکو او چلولونو په باب هم ځیر ووسئ او هیڅکله هم پرې اعتبار ونه کړئ .

داسلامی انقلاب معظم لارښود  حضرت آیت ا....العظمی سید علی خامنه ای  نن   دعراق له لومړی وزیر حیدرالعبادی سره په کتنې کې   د دغه هیواد د مځکنۍ بشپړتیا او یو موټی حاکمیّت د دفاع لپاره دعراق دحکومت داقداماتو ملاتړ وکړ او  عراق ئې په  عربی نړۍ کې  یو مهم اوټاکونکی  هیواد وباله .

  داسلامی انقلاب معظم لارښود  دترهه ګرو او هغو دملاتړو په مقابل کې   دروستیو بریالیتوبونو راز ،  دعراق دمیړنی اوشجاع  او مومنو ځوانانو اوولسی ځواک څخه د دعراق د حکومت  ملاتړ او دبیلابیلو قومونو  وحدت وباله او  دغه رائې  د سیمې او ګاونډیو هیوادونو سره داړیکو دپراختیا لپاره دعراق دحکومت  دهلوځلو په ملاتړ سره  ټینګار وکړ ، په عین حال کې باید  دامریکایانو د دوکو او چلولونو  په باب هم ځیر ووسئ  او هیڅکله هم  پرې اعتبار  ونه کړئ .

 حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  دغه راز فرمائیلی دی ،  امریکایانو پخپله  داعش راوپنځوله  ،خو اوس  چې ترهه ګرو دعراق  له حکومت اوولسه  ماته خوړلې، نو ځان   له دغه مهم بدلون  سره یو ځای او  همپله بریښوی ، البته  بې له شکه   هروخت چې فرصت ترلاسه کړی ،  نو بیا به  په عراق ګوزار وکړی .

  دوی همداراز  په بیلابیلو زمینو کې  دتهران  بغداد  د  هراړخیزو اړیکو   له پراختیا  په ملاتړ سره  حیدرالعبادی ته په خطاب کې وفرمائیل ،  دعراق بریالیتوبونو ته   دسیمې دملتونو  پام ،  د عراق د ولس  او دنورو عراقیو مسئولانو  شجاعتونه او  د   هلوځلو نتیجه ده .

 دعراق لومړی وزیر    هم د دغه هیواد  د وحدت او مځکنۍ بشپړتیا لپاره دعراق  دولس او درستو ځوانانو  هلوځلو ته په اشارې سره  ووئیل ، په بشپړ دقت سره  د  عراق دیوموټی کیدا او وحدت   حفاظت کوو او  هماغه ډول چې  مخکې مو هم  په شاوخوا سیمو  کې   خپلو وروڼو ته وئیلی  ، چې  اجازت نه ورکوو  د عراق  دویشل کیدا خطره ئې وګواښی . 

 حیدرالعبادی   له ترهه ګرو سره دعراق په مبارزې کې  د ایران  دملاتړونو د زړۀ له قومې په   مننې  اوقدرونې سره  ووئیل  په بشپړ  لیوالتیا اودلچسۍ سره   دایران له اسلامی جمهوریت سره  د اړیکو  دپراختیا لپاره  هلې ځلې  کوو.