دعراق د وروستیوبریالتیوبونوراز،وحدت اوله میړنیو او مومنوځوانانو ملاتړدی
داسلامی انقلاب معظم لارښود دترهه ګرو او هغو دملاتړو په مقابل کې دروستیو بریالیتوبونو راز ، دعراق دمیړنی اوشجاع او مومنو ځوانانو اوولسی ځواک څخه د دعراق د حکومت ملاتړ او دبیلابیلو قومونو وحدت وباله او دغه رائې د سیمې او ګاونډیو هیوادونو سره داړیکو دپراختیا لپاره دعراق دحکومت دهلوځلو په ملاتړ سره ټینګار وکړ ، په عین حال کې باید دامریکایانو د دوکو او چلولونو په باب هم ځیر ووسئ او هیڅکله هم پرې اعتبار ونه کړئ .
داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا....العظمی سید علی خامنه ای نن دعراق له لومړی وزیر حیدرالعبادی سره په کتنې کې د دغه هیواد د مځکنۍ بشپړتیا او یو موټی حاکمیّت د دفاع لپاره دعراق دحکومت داقداماتو ملاتړ وکړ او عراق ئې په عربی نړۍ کې یو مهم اوټاکونکی هیواد وباله .
داسلامی انقلاب معظم لارښود دترهه ګرو او هغو دملاتړو په مقابل کې دروستیو بریالیتوبونو راز ، دعراق دمیړنی اوشجاع او مومنو ځوانانو اوولسی ځواک څخه د دعراق د حکومت ملاتړ او دبیلابیلو قومونو وحدت وباله او دغه رائې د سیمې او ګاونډیو هیوادونو سره داړیکو دپراختیا لپاره دعراق دحکومت دهلوځلو په ملاتړ سره ټینګار وکړ ، په عین حال کې باید دامریکایانو د دوکو او چلولونو په باب هم ځیر ووسئ او هیڅکله هم پرې اعتبار ونه کړئ .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای دغه راز فرمائیلی دی ، امریکایانو پخپله داعش راوپنځوله ،خو اوس چې ترهه ګرو دعراق له حکومت اوولسه ماته خوړلې، نو ځان له دغه مهم بدلون سره یو ځای او همپله بریښوی ، البته بې له شکه هروخت چې فرصت ترلاسه کړی ، نو بیا به په عراق ګوزار وکړی .
دوی همداراز په بیلابیلو زمینو کې دتهران بغداد د هراړخیزو اړیکو له پراختیا په ملاتړ سره حیدرالعبادی ته په خطاب کې وفرمائیل ، دعراق بریالیتوبونو ته دسیمې دملتونو پام ، د عراق د ولس او دنورو عراقیو مسئولانو شجاعتونه او د هلوځلو نتیجه ده .
دعراق لومړی وزیر هم د دغه هیواد د وحدت او مځکنۍ بشپړتیا لپاره دعراق دولس او درستو ځوانانو هلوځلو ته په اشارې سره ووئیل ، په بشپړ دقت سره د عراق دیوموټی کیدا او وحدت حفاظت کوو او هماغه ډول چې مخکې مو هم په شاوخوا سیمو کې خپلو وروڼو ته وئیلی ، چې اجازت نه ورکوو د عراق دویشل کیدا خطره ئې وګواښی .
حیدرالعبادی له ترهه ګرو سره دعراق په مبارزې کې د ایران دملاتړونو د زړۀ له قومې په مننې اوقدرونې سره ووئیل په بشپړ لیوالتیا اودلچسۍ سره دایران له اسلامی جمهوریت سره د اړیکو دپراختیا لپاره هلې ځلې کوو.