اسلامی ایران به تل دعراق دملت اوحکومت ترڅنګ وی
دایران دولسمشر لومړی مرستیال دعراق دکردستان سیمې دبیلتون غواړی ټول پوښتنې او بیلیدا موضع یوه ستره فتنه یاده کړه او وې وئیل ، دافتنه او شر دسیمې نورو هیوادونوته هم منتقلیدلی شوه ، خو دا موضوع په عراق کې په مدبرّانه ډول حل شوه .
زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت دولسمشر مرستیال اسحاق جهانګیری نن په تهران کې د عراق دلومړی وزیر حیدرالعبادی په مشرۍ دعراق دلوړپوړی سیاسی پلاوی سره په ګډې غونډې کې ووئیل ، ایران له ترهه ګرۍ ره دمبارزې له هماغه پیله د عراق دحکومت او ملت ترڅنګ ولاړ دی او دبیارغاونې په پړاؤ کې به دعراق دملت او حکومت ترڅنګ ولاړ وی .
هغه دایران او عراق دپلاؤ په ګډې غونډې کې له ترهه ګرو ډلو سره دعراق دملت اوحکومت اوڅاره بریالیتوبونو په باب دمبارکۍ په وئیلو سره روښانه کړې ، دعراق د چارواکو په مدیریّت ، ددینی مرجعیّت په حکیمانه رول سره او په نتیجې کې ئې د عراقی مبارزانو مجاهدتونه او زیار سره همدااوس عراق دتکفیری ترهه ګرۍ په وړاندې دیوې تاریخی کامیابۍ په درشل کې دی .
دایران دولسمشر لومړی مرستیال دعراق دکردستان سیمې دبیلتون غواړی ټول پوښتنې او بیلیدا موضع یوه ستره فتنه یاده کړه او وې وئیل ، دافتنه او شر دسیمې نورو هیوادونوته هم منتقلیدلی شوه ، خو دا موضوع په عراق کې په مدبرّانه ډول حل شوه .
هغه په دې خبرې په ټینګار سره چې ټول کردان دعراق ښاریز دی او باید له ټولو قانونی حقوقو برخمن وی ،روښانه کړه ، ایران د بیلتون غواړی ټول پوښتنې له هماغه پیله دعراق دمرکزی حکومت ترڅنګ ولاړ ؤ او دترکیې چارواکو ته ئې هم وئیلی چط باید دعراق له مرکزی حکومت سره غږمله شی .
دعراق لومړی وزیر حیدرالعبادی هم دترهه ګرو ډ لو پشمول د سیمې ډیرو زیاتو شخړو او چیلنجونو او ځینو اختلافاتو ته اشاره وکړه او وې وئیل ، له ترهه ګرو ډلو سره مبارزه دسیمې دټولو هیوادونو له خوا بشپړ غږملتیا او ملګرتیا ته ا ړتیا لری .
هغه همداراز د عراق په شمال کې دغیر قانونی ټو ل پوښټنې موضوع ته په اشارې او د دغه هیواد دیووالی په ساتنې په ټینګار سره ووئیل له بیلتون غواړو د نړیوالو ملاتړ ونه شو او یوازې اسرائیلو له دغې ټول پوښتنې ملاتړ وکړ چې بلاخره هم منزوی شول او له خپلو دریځونو ئې شاتګ وکړ .