عربستان او اسرائيل په یوه جبهه کښې دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i58605-عربستان_او_اسرائيل_په_یوه_جبهه_کښې_دي
د یمن د انصار ا... غورځنګ ویاند بیګا ټینګار وکړ چې سعودي عربستان په یمن کښې د خپل یو لاس پوڅي حکومت د راوستولو په تکل کښې دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 27, 2017 04:02 Asia/Kabul
  • عربستان او اسرائيل په یوه جبهه کښې دي

د یمن د انصار ا... غورځنګ ویاند بیګا ټینګار وکړ چې سعودي عربستان په یمن کښې د خپل یو لاس پوڅي حکومت د راوستولو په تکل کښې دی.

محمد عبدالسلام څرګنده کړه: سعودي عربستان په یمن کښې د خپل حکم یو داسې تابع حکومت غواړي چې د ریاض او واشنګټن سیاستونه تعقیب کړي.

هغه همداشان د عربستان د دفاع وزیر د دې وروستیو څرګندونو په هکله چې عربستان نه غواړي په یمن کښې یو بل حزب ا... جوړ شي، وویل: دا څرګندونې ښودنه کوي چې عربستان د صهیونیسټي رژيم په جبهه کښې دی.

د ویلو ده چې محمد بن سلمان پرون ټینګار وکړ چې سعودي عربستان به پر یمن خپل تیری جاري وساتي څو په سیمه کښې یو بل حزب ا... جوړ نه شي.