حزب الله د صهیونیسټي رژیم رسندوي جنګ ته حیرانونکی ځواب ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i58663-حزب_الله_د_صهیونیسټي_رژیم_رسندوي_جنګ_ته_حیرانونکی_ځواب_ورکړ
د لبنان په حزب ا... غورځنګ پورې پیئلې (الاعلام الحربي) خبري برخې د صهیونیسټي رژیم خلاف یو نوی رسندوي جنګ پیل کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2017 17:09 Asia/Kabul
  • حزب الله د صهیونیسټي رژیم رسندوي جنګ ته حیرانونکی ځواب ورکړ

د لبنان په حزب ا... غورځنګ پورې پیئلې (الاعلام الحربي) خبري برخې د صهیونیسټي رژیم خلاف یو نوی رسندوي جنګ پیل کړ.

د لبنان په حزب ا... غورځنګ پورې پیئلې (الاعلام الحربي) خبري برخې د صهیونیسټي رژیم خلاف یو نوی رسندوي جنګ پیل کړ او داسې انځورونه یې خپاره کړل چې د یو صهیونیسټي ښارګي له دننې څخه اخیستل شوي دي.

د العالم چینل د رپورټ له مخې پر خپرو شویو عکسونو باندې په عربي او عبري دوو ژبو لیکل شوي دي: د هغو کسانو لپاره چې ګمان کوي مونږ ترڅارنې لاندې لري، شاته کتل مه هیروئ.

همداشان د صهیونیسټي رژیم پوځي قومندانان هم بې برخې نه دي پاتې او د هغو پوځي او امنیتي شخصیتونو تصویرونه هم خپاره شوي دي چې د سرحدي پوځي اډو کتنه یې کوله.

د حزب ا... دا کار د صهیونیسټي رژيم د وروستي رسندوي جنګ په ځواب کښې شوی دی. تل ابیب په دې وروستیو کښې ویلي وو چې د حزب ا... تحرکات په ځیر سره څاري او د دغه غورځنګ د یو قومندان انځور یې خپور کړی و.