ابوظبئ هم د یمن دبالسټیک توغندیو اصلی اومستقیم هدف دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i58670-ابوظبئ_هم_د_یمن_دبالسټیک_توغندیو_اصلی_اومستقیم_هدف_دی
دیمن دانصار ا .... ولسی مبارز غورځنګ ویندوی زیاته کړې ، دیمن په چارو کې د ملګروملتو ځانګړی استازی اسماعیل ولد الشیخ په یمن کې دسیاسی حل لارې لپاره هیڅ ډول نوښت نه دی وړاندې کړی . داپه داسې حال کې دی چې دیمن ځواک خبرواترو ته تیار دی او هغو ټولو ډلو ته ، هغه که په داخل کې دی او که پّه بهر کې ، دخبرواترو ترسره کیدا ته ئې بولو.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 29, 2017 01:59 Asia/Kabul
  •   ابوظبئ هم د یمن دبالسټیک توغندیو اصلی اومستقیم هدف دی

دیمن دانصار ا .... ولسی مبارز غورځنګ ویندوی زیاته کړې ، دیمن په چارو کې د ملګروملتو ځانګړی استازی اسماعیل ولد الشیخ په یمن کې دسیاسی حل لارې لپاره هیڅ ډول نوښت نه دی وړاندې کړی . داپه داسې حال کې دی چې دیمن ځواک خبرواترو ته تیار دی او هغو ټولو ډلو ته ، هغه که په داخل کې دی او که پّه بهر کې ، دخبرواترو ترسره کیدا ته ئې بولو.

 العالم ټیلیویژنی چینل راپورورکړی ،  د یمن دانصار  ا... ولسی مبارز  غورځنګ  ویندوی  محمدعبدالسلام   په یوې خصوصی مرکې  وئیلی دی ، دیمن ځواک  به دخپلو عملیاتو پولې  نوره هو وغزوی  او   د متحده عربی اماراتو پلازمینه  ابوظبئ  دیمن د مبارز ځ واک  دبالسټیک توغندیو په مستقیم او  اصلی رینج کې  ورغلې ده .

  هغه دغه راز  ټینګار کړی دخپلو عملیاتو  حوزه به   له دې وروسته دسعودی عربستان  دننه پورې وغزوی .

 دیمن دانصار ا .... ولسی مبارز غورځنګ ویندوی  زیاته کړې ،   دیمن په چارو کې د ملګروملتو   ځانګړی استازی  اسماعیل ولد الشیخ  په یمن کې دسیاسی حل لارې لپاره هیڅ ډول  نوښت  نه دی وړاندې کړی  .  داپه داسې حال کې دی چې   دیمن ځواک  خبرواترو ته تیار دی  او  هغو ټولو ډلو ته  ، هغه که په داخل کې دی او که پّه بهر کې ،  دخبرواترو  ترسره کیدا  ته ئې بولو. 

 بل خبر دا چې  دیمن په صعده ولایت کې  په حیدان سیمې د سعودی عربستان  دتیریګرو  جنګی الوتکو  په  بمباریو کې  دوه کسان  وژل شوی دی  . دآل  سعود رژیم  جنګی الوتکو دغه راز د منبه  سرحدی سیمې په شاوخوا کې   په  آ ل  الشیخ  اوآل عمر  سیمو   هم  حملې کړی دی .