ابوظبئ هم د یمن دبالسټیک توغندیو اصلی اومستقیم هدف دی
دیمن دانصار ا .... ولسی مبارز غورځنګ ویندوی زیاته کړې ، دیمن په چارو کې د ملګروملتو ځانګړی استازی اسماعیل ولد الشیخ په یمن کې دسیاسی حل لارې لپاره هیڅ ډول نوښت نه دی وړاندې کړی . داپه داسې حال کې دی چې دیمن ځواک خبرواترو ته تیار دی او هغو ټولو ډلو ته ، هغه که په داخل کې دی او که پّه بهر کې ، دخبرواترو ترسره کیدا ته ئې بولو.
العالم ټیلیویژنی چینل راپورورکړی ، د یمن دانصار ا... ولسی مبارز غورځنګ ویندوی محمدعبدالسلام په یوې خصوصی مرکې وئیلی دی ، دیمن ځواک به دخپلو عملیاتو پولې نوره هو وغزوی او د متحده عربی اماراتو پلازمینه ابوظبئ دیمن د مبارز ځ واک دبالسټیک توغندیو په مستقیم او اصلی رینج کې ورغلې ده .
هغه دغه راز ټینګار کړی دخپلو عملیاتو حوزه به له دې وروسته دسعودی عربستان دننه پورې وغزوی .
دیمن دانصار ا .... ولسی مبارز غورځنګ ویندوی زیاته کړې ، دیمن په چارو کې د ملګروملتو ځانګړی استازی اسماعیل ولد الشیخ په یمن کې دسیاسی حل لارې لپاره هیڅ ډول نوښت نه دی وړاندې کړی . داپه داسې حال کې دی چې دیمن ځواک خبرواترو ته تیار دی او هغو ټولو ډلو ته ، هغه که په داخل کې دی او که پّه بهر کې ، دخبرواترو ترسره کیدا ته ئې بولو.
بل خبر دا چې دیمن په صعده ولایت کې په حیدان سیمې د سعودی عربستان دتیریګرو جنګی الوتکو په بمباریو کې دوه کسان وژل شوی دی . دآل سعود رژیم جنګی الوتکو دغه راز د منبه سرحدی سیمې په شاوخوا کې په آ ل الشیخ اوآل عمر سیمو هم حملې کړی دی .