په غزه کې په بمبارۍ کې د مبارزو شهیدانوشمیر اتوکسانوته ورسید
شپږ شهیدان داسلامی جهاد غورځڼګ د پوځی برخې قدس کنډکونو غړی دی او دوه شهیدان هم دعزالدین قسام کنډکونو مبارزان دی . له دې مخکې فلسطینیو سرچینو دشهیدانو شمیر دوه تنه اعلان کړی ؤ
المیادین ټیلیویژنی چینل راپور ورکړی ، دفلسطین دغزې تړانګې په یوې سیمې د خونخوار صهونیسټ رژیم دجنګی الوتکو په حملې کې چې دغزې په جنوب کې د خانس یونس سیمې په ختیځ کې دمقاومت په یوه سرنګ شوې د مبارزوشهیدانو شمیر ئې اتو تنو ته ورسید.
د دغه راپور په اساس شپږ شهیدان داسلامی جهاد غورځڼګ د پوځی برخې قدس کنډکونو غړی دی او دوه شهیدان هم دعزالدین قسام کنډکونو مبارزان دی . له دې مخکې فلسطینیو سرچینو دشهیدانو شمیر دوه تنه اعلان کړی ؤ
په عین حال کې د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ درسنیو ددفتر مسئول داؤد شهاب د دغې حملې په غبرګون کې وئیلی دی ،دغه سرنګونه دمونږ ددفاعی سسټم یوه برخه ده او مونږ به هیڅکله هم دخپل ټاټوبی اومظلوم ملت په دفاع کې هیڅ لټی ونه کړو او خپلو مبارزو ته به دوام ورکړو .
داپه داسې حال کې دی چې د ایران دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی هم دخونخوار صهونیسټی رژیم د جنګی الوتکو په وسیله په غزې کې دغه بوږنونکی جنایت په سخته غندلی او وئیلی ئې دی صهونیسټی رژیم پخپل خام خیال سره دفلسطنیو ځوانانو په عامې وژلې سره هڅه کوی د دغه ټاټوبی دمظلومو خلکو په هوډ اوارادې کې تزلزل راولی ، خو دابه ئې چټی خوب وی او دفلسطین ملت به هیڅکله هم دخپلو حقه حقوقو دترلاسه کولو پورې له خپلو فعالیتون وامبارزو ونه غړوی هماغه ډول چې په تیرو اوو لسیزو کې همدغه خونخوار رژیم دهغوی هوډ او اراده نه ده ختم کړائ شوی .
دصهونیست رژیم جنګی الوتکو پرون د غزې په جنوب کې به خان یونس سیمې ختیخی ساحو کې د مقاومتی مبارزانو په یوه سرنګ سخته بمباری کړې چې له امله ئې اته فلسطینی مبارزان شهیدان او نهه نور ټپیان شوی دی