د سوریې کړکیچ پوځي حل لاره نه لري
عرب اتحادیه د ملګرو ملتو په څارنې سره د سوریې د کړکیچ په هواریدو ټینګار لري.
د عرب اتحادیې عمومي منشي احمد ابوالغیظ پرون د سوریې په چارو کښې د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي سټیفن ډي میستورا سره په کتنه کښې وویل: د سوریې د اوږد جنګ حل لارې ته د رسیدو لپاره د زور او پوځي انتخاب منطق کارنده توب نه لري.
احمد ابوالغیظ چې په متحده عرب اماراتو کښې د یو کانفرنس ترڅنګ یې له ډي میستورا سره وکتل، زیاته کړه: د سوریې د کړکیچ د هواري لپاره پوځي حل لاره به د ډیرې مودې لپاره پایداره پاتې نه شي او په دې هیواد کښې به د لازیاتو مرګ ژوبلو او تاوان سبب شي.
هغه همداشان وویل چې عرب اتحادیه د ملګرو ملتو په څارنې سره د سوریې د کړکیچ په هواریدو ټینګار لري.
په دغه کتنه کښې ډي میستورا هم د عرب اتحادیې عمومي منشي تد سوریې د کړکیچ وروستي بدلونونه تشریح کړل.