روسیه او فرانسه په سورئې کې دانسان دوستۍ دمرستو رسول غواړی
دفرانسې ولسمشر په دغو خبرو کې له روسیې سره دمنظمو اوشفافو خبرواترو ته دخپلو ژمنتیاؤ په یادونې سره له پوتینه غوښتی دی ، څو په سورئې په تیره بیا په غوطه سیمې کې د انسان دوستۍ مرستو ته دلارس رسی دتضمینولو لپاره زرترزره لازیات اقدامات وکړی .
فائینینشل ایکسپریس ورځپاڼې پخبل نننی راپور کې لیکلی دی و دفرانسې دالیزه ماڼۍ په یوې اعلامیې کې وئیل شوی دی ، دفرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون او د دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په سورئې کې د انسان دوستۍ دمرستو او دسیاسی بهیر پشمول د دغه هیواد دوضعیَت په باب ټیلیفونی خبرې اترې کړی دی .
راپور ښئ دفرانسې ولسمشر په دغو خبرو کې له روسیې سره دمنظمو اوشفافو خبرواترو ته دخپلو ژمنتیاؤ په یادونې سره له پوتینه غوښتی دی ، څو په سورئې په تیره بیا په غوطه سیمې کې د انسان دوستۍ مرستو ته دلارس رسی دتضمینولو لپاره زرترزره لازیات اقدامات وکړی .
دسورئې په غوطه سیمې کې د عاموخلکو وضعیّت ډیر بوږنونکی ښودل کیږی .
دفرانسې ولسمشر همداراز دملګروملتو د امنیت شورا پر دایمی غړو هم غږ کړی چې په نړۍ کې دې له کیمیائی وسلو څخه استفاده ختمه کړی او د ایټمی وسلو د بندیز د تړون ساتنه دې وکړی . آمانوئل ماکرون په عین حال کې روښانه کړې د سورئې دشخړې حل ته درسیدو د سیاسی لارو چارو لپاره دې ټوله هلې ځلې باید دملګروملتو د امنیت شورا په چوکاټ کې وشی .