د سعودي شهزاده چورلکه د عربستان جنګي الوتکو نسکوره کړې ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59004-د_سعودي_شهزاده_چورلکه_د_عربستان_جنګي_الوتکو_نسکوره_کړې_ده
صهیونیسټي رسنیو ویلي چې د سعودي شهزاده چورلکه د عربستان جنګي الوتکو نسکوره کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 07, 2017 10:03 Asia/Kabul
  • د سعودي شهزاده چورلکه د عربستان جنګي الوتکو نسکوره کړې ده

صهیونیسټي رسنیو ویلي چې د سعودي شهزاده چورلکه د عربستان جنګي الوتکو نسکوره کړې ده.

د لبنان المیادین ټي وي چینل د اسرائیلو د یدیعوت آحارونوت ورځپاڼې له قولې خبر وکرړی چې په عربستان کښې د پراخو نیونې د څپې له راپورته کیدو وروسته سعودي شهزاده منصور بن مقرن بن عبدالعزیز له دغه هیواده د تښتیدو نیت درلود چې عربستاني جنګي الوتکو د هغه وړونکی هیلي کوپټر وویشته او نسکور یې کړ.

یاده دې وي چې د شهزاده منصور بن مقرن او ورسره د یوشمیر لوړرتبه عربستاني مسئولانو ډکه چورلکه وړمه ورځ د عربستان په سویل کښې نسکوره شوې او ټول سپرلي یې وژل شوي وو.