په عربستان کښې وروستیو بدلونونو ته یوه کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59045-په_عربستان_کښې_وروستیو_بدلونونو_ته_یوه_کتنه
د خطر ټلۍ د ۲۰۱۷ کال په مۍ میاشت کښې العربیه چینل ته د محمد بن سلمان په مرکې سره وټنګیدله چې پکښې یې د ایران خلاف خبرې وکړې.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Nov 08, 2017 09:30 Asia/Kabul
  • په عربستان کښې وروستیو بدلونونو ته یوه کتنه

د خطر ټلۍ د ۲۰۱۷ کال په مۍ میاشت کښې العربیه چینل ته د محمد بن سلمان په مرکې سره وټنګیدله چې پکښې یې د ایران خلاف خبرې وکړې.

د تیر اتوار په شپه یعنې د نومبر په څلورمه نیټه د سعودي عربستان د ۳۲ کلن ولیعهد محمد بن سلمان په حکم د ال سعود کورنۍ د یوولسو ډیرو مهمو کسانو په شمول د دغه هیواد لسګونه وزیران، شخصیتونه او تاجران (د عربستان د مالي فساد ضده کمیټې په وینا) د مالي فساد په تور ونیوی شول. که څه هم د نړیوالو لپاره دا یو فوري خبر و خو حقیقت دا دی چې څو شهزادګان له تیر یو کال راهیسې په خپلو کورونو کښې نظربند وو. کوم خلک چې د آل سعود کورنۍ له داخلي کشالې بې خبره دي هغوي دا اقدامات د مالي فساد خلاف ګڼي حال دا چې په حقیقت کښې سیاسي اړخ لري او په آل سعود کورنۍ کښې دننه د حسابونو بې باکه کول روان دي. خو بل حقیقت چې له دې لا تریخ دی، دا دی چې په سیمه کښې د سټراټیجکو بدلونونو په لړ کښې د واشنګټن او تل ابیب په ډایریکټرۍ د آل سعود کورنۍ له داخلي کشالې په استفادې سره یوه خطرناکه ډرامه او لوبه پلان شوې ده. د قطر د کړکیچ، د لبنان د وضعیت، د یمن د کړکیچ، له امریکې سره د عربستان د مخ په پراختیا اړیکو، په عربستان کښې د مصنوعي لیبرلزم او ماډرنزم د رامینځته کیدو، د عربستان مخ په زوان اقتصاد او له دې ټولو زیات مهم په اسلامي بیدارۍ کښې د ایران د رول او د سیمې په تیره بیا د فلسطین له مظلومو مسلمانانو یې د ملاتړ په شان د سیمې مهمې چارې په دې لوبې پورې اړوندیږي چې د واشنګټن او تل ابیب په بشپړې مرستې او پلاننګ سره د آل سعود کورنۍ د یوې برخې لخوا پیل شوې او لاهم دوام لري. د آل سعود په باچاهي کورنۍ کښې د قدرت په سر جنګ او شخړه که څه هم د ملک سعود او ملک فیصل له وختو روانه ده خو په عربستان کښې پر رسنیو موجود بندیز او د ټولنیزو شبکو نشتوالی سبب شوي وو چې د آل سعود خاندان ډیر کورني کارونه او رازونه پټ پاتې شي. خو اوس د داشان مسائلو پټ پاتې کیدل ممکن نه دي.

په آل سعود کورنۍ کښې د قدرت روان جنګ قدرت ته د ملک سلمان له رسیدو وروسته پیل شوی ځکه کله چې ملک سلمان د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کښې د عربستان د قدرت واګې په لاس کښې واخیستې نو شهزاده محمد بن سلمان له سره له حکومته بهر و او دومره مشهور هم نه و، خو ملک سلمان په خپل وړومبي شاهي حکم کښې خپل ځاې ناستي اعلان کړل، شهزاده مک راین یې څنګته کړ او محمد بن نائف یې د ولیعهد په توګه وټاکه او د خپل زوي محمد لپاره یې هم یو نوی پوسټ جوړ کړ او هغه یې د ولیعهد مرستیال وټاکه، پر دې سربیره د وزیراعظم د مرستیال، د دفاع وزارت، د باچاهي دربار د مسئولیت او د آرامکو په نامه د عربستان د تیلو د شرکت د مدیریه پلاوي مشري هم محمد بن سلمان ته وسپارله شوه. مهم ټکی دا دی چې د آرامکو مشري به له دې مخکښې له آل سعود کورنۍ بهرو ټکنوکراټانو ته سپارل کیدله.

لنډه دا چې محمد بن سلمان قدرت ته په رسیدو سره ورو ورو پښه ارته کړه او په سیمه کښې یې د فتنو رامینځته کول پيل کړل او په وړومبي ګام کښې یې د یمن جنګ پيل کړ. محمد بن سلمان د نایب ولیعهد په توګه د ۲۰۱۷ کال په مارچ میاشت کښې په سپینه ماڼۍ ښې په یوه میلمستیا کښې د امریکې له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره وکتل. دا یو ډیر مهم ملاقات و چې له هغه وروسته محمد بن سلمان ته یوې نزدې سرچینې رسنیو ته وویل: دا کتنه د امریکې او عربستان په اړیکو کښې د بدلانه یو پيچومی و. له دغه ملاقات وروسته په آل سعود کورنۍ کښې دننه هم یوه اندیښنه رامینځته شوه او د دغه خاندان ټولو غړو احساس وکړ چې شهزاده محمد بن سلمان د قدرت په جنګ کښې د امریکې د ملاتړ په ترلاسه کولو توانیدلی دی. په دغه ملاقات کښې د جون په ۲۱ نیټه سعودي عربستان ته د ټرمپ د وړومبي سفر پریکړه وشوه او همداشان پکښې داسې فیصله وشوه چې د امریکې د پخواني ولسمشر باراک اوباما د نظر وړ کس یعنې شهزاده محمد بن نایف نه یوازې له ولیعهدۍ بلکې له ټولو پوسټونو څنګته کړی شو، د همدې پریکړې په لړ کښې محمد بن سلمان د ولیعهد په توګه اعلان شو او د ولیعهد د مرستیال نمایشي پوسټ هم لغوه شو.

له دغې پریکړې وروسته ګمان کیده چې په آل سعود کورنۍ کښې به د قدرت جنګ لا زیات شي او د جنګ د دغه شدت د مخنیوي لپاره په حکومتي ټیلیویژن کښې یو ویډیو کلپ خپور شو چې پکښې محمد بن سلمان د محمد بن نایف د لاس د ښکلولو په حال کښې وښودل شو او د داسې څرګندولو هڅه وشوه چې ګني د دغو دواړو شهزادګانو ترمینځ هیڅ اختلاف او شخړه نشته، خو له دې کار سره سره د آل سعود خاندان له دننې څخه داسې مهم اطلاعات لیک کیدل چې محمد بن نایف په کور کښې نظر بند دی او هیڅوک ورسره د ملاقات اجازه نه لري.

محمد بن سلمان له ولیعهد جوړیدو سره سم د عربستان له باچا ملک سلمان سره هم د مهمو کسانو ملاقاتونه محدود کړل او په عین حال کښې یې د قطر خلاف هم محاذ خلاص کړ. د جرمني پټې اطلاعاتي ادارې B.N.D په ۲۰۱۶ کال کښې د محمد بن سلمان لخوا د قدرت د جنګ په اړه خبرداری ورکړی و چې په نورو هیوادونو کښې د هغه لاسوهنه به د مینځني ختیځ کړکیچ لازیات کړي او دغه کړکیچ به خپله عربستان ته هم ورسیږي.

له مالي فساد سره د مبارزې په نوم نیول شوي ټول کسان ډیر مهم دي خو پکښې د دوو شهزادګانو اهمیت لازیات دی. وړومبی شهزاده الولید بن طلال دی چې په محمد بن سلمان او د امریکې په ولسمشر ډونلډ ټرمپ سخت باندې سخت نیوکه کونکی دی. هغه به د امریکې په رسنیو کښې د محمد بن سلمان د ۲۰۳۰ کال په لرلید باندې په ډاګه نیوکه کوله او د امریکې د ولسمشریزو انتخاباتو د تبلیغاتو په وخت یې ټرمپ د امریکې لپاره د شرم لامل بللی و. همداشان نیویارک ټایمز ورځپاڼې د سپينې ماڼۍ له څو لوړرتبه چارواکو سره یوځاې ټرمپ د یهودي زوم جارډ کشنر اسمت سفر چې په عربستان کښې د وروستیو نیونو له اعلانه یوه اونۍ مخکښې یې ریاض ته کړی و، د ولید بن طلال له نیول کیدو سره اړوند بللی دی.

همداراز دویم مهم کس یعنې شهزاده متعب هم د قدرت د جنګ په نتیجه کښې نیول شوی دی ځکه چې هغه د باچاهۍ یو اصلي کاندید ګڼل کیږي. هغه د عربستان د تیر باچا ملک عبدا... زوی دی چې خپله عبدا... د ملي ګارډ قومندان ټاکلی و او ګمان کیده چې په راتلونکي کښې یې د لاسترو مسئولیتونو لپاره چمتو کوه. شهزاده متعب په آل سعود کورنۍ کښې د شمر قبیلې وروستی کس دی او له دغې قبیلې څخه د باچاهۍ وړومبنی حقدار دی.

د خطر ټلۍ د ۲۰۱۷ کال په مۍ میاشت کښې العربیه چینل ته د محمد بن سلمان په مرکې سره وټنګیدله چې پکښې یې د ایران خلاف خبرې وکړې. د سعودي عربستان په خطرناکو ارادو، عربستان ته د ډونلډ ټرمپ په سفر او د دغه هیواد په مشرۍ د اسلامي هیوادونو د ائتلاف په سرمشریزه کښې یې په ګډون سره پوهیدی شو چې په دغه سفر کښې دفاعي او د ۳۵۰ میلیارډ ډالرو په ارزښت د وسلو د اخیستو تړون لاسلیک شو. په دغه تړون کښې عربستان له ایران سره د مقابلې لپاره د امریکې د ملاتړ بیه پرې کړه او ړهمداشان په عربستان کښې د لبنان له وزیراعظمۍ د سعد حریري استعفا چې له وروستیو نیونو سره هممهاله یې بڼه ونیوله، ښودنه کوي چې سعودي عربستان په لبنان او سیمه کښې یوه ډیره خطرناکه فتنه غوره کړې ده څو د اسرائیلو او ترهګرۍ په تیره بیا داعش خلاف مقاومت کمزوری شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*