دسیمې دهیوادونو ترمینځ مثبه فضا دسولې اوثبات لامل کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59060-دسیمې_دهیوادونو_ترمینځ_مثبه_فضا_دسولې_اوثبات_لامل_کیږی
دقطر کلابندونکی، دیوه ډله ایز ا ورګان په توګه د فارس خلیج دملګرتیا شورا د ړنګیدو مسئول دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 08, 2017 15:17 Asia/Kabul
  • دسیمې دهیوادونو ترمینځ مثبه فضا دسولې اوثبات لامل کیږی

دقطر کلابندونکی، دیوه ډله ایز ا ورګان په توګه د فارس خلیج دملګرتیا شورا د ړنګیدو مسئول دی .

زمونږخبریال  راپورراکړ  دعراق خارجه وزیر ابراهیم جعفری نن  په دوحې کې دقطر له خارجه وزیر  محمد بن عبدالرحمن سره په  خبری کنفرانس کې  ووئیل ، ترهه ګری  دنړۍ حقیقی دښمنه ده  او ورسره مباره د  ټولو هیوادونو  مسئولیّت دی

 هغه  همداراز پر نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ  دعراق په بیا رغاونې کې دې  دبغداد ترڅنګ ودریږی .  دعراق  خارجه وزیر    د عراق دکردستان سیمې  د وروستیو بدلونونو په باب هم ووئیل  هغه څه چې  په دغې سیمې کې پیښ شول ، دقانون په ضد یو بغاوت ؤ او  بغداد د یوې سیمې  له  منزوی  او یا کلابندۍ سره موافق نه دی ،بلکې   له   خبرو اترو ،حتی  له ځینو مشکلاتو سره سره    ملاتړ کوی . 

 دقطر خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن  هم په دغه خبری کنفرانس کې  دقطر  په کلابندیدو  نیوکې وکړې او وې وئیل  دفارس خلیج  دڅنډې هیوادونو بحران   د قطر دبایکاټونکو څلورو عربو  هیوادونو  دځِل  په علت ،  په یوې نړویوالې شخړې بدل شوی دی .  آل ثانی همداراز ټینګار وکړ،   دقطر کلابندونکی،  دیوه ډله ایز ا ورګان  په توګه د فارس خلیج دملګرتیا شورا د ړنګیدو  مسئول  دی .