دسیمې دهیوادونو ترمینځ مثبه فضا دسولې اوثبات لامل کیږی
دقطر کلابندونکی، دیوه ډله ایز ا ورګان په توګه د فارس خلیج دملګرتیا شورا د ړنګیدو مسئول دی .
زمونږخبریال راپورراکړ دعراق خارجه وزیر ابراهیم جعفری نن په دوحې کې دقطر له خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن سره په خبری کنفرانس کې ووئیل ، ترهه ګری دنړۍ حقیقی دښمنه ده او ورسره مباره د ټولو هیوادونو مسئولیّت دی
هغه همداراز پر نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ دعراق په بیا رغاونې کې دې دبغداد ترڅنګ ودریږی . دعراق خارجه وزیر د عراق دکردستان سیمې د وروستیو بدلونونو په باب هم ووئیل هغه څه چې په دغې سیمې کې پیښ شول ، دقانون په ضد یو بغاوت ؤ او بغداد د یوې سیمې له منزوی او یا کلابندۍ سره موافق نه دی ،بلکې له خبرو اترو ،حتی له ځینو مشکلاتو سره سره ملاتړ کوی .
دقطر خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن هم په دغه خبری کنفرانس کې دقطر په کلابندیدو نیوکې وکړې او وې وئیل دفارس خلیج دڅنډې هیوادونو بحران د قطر دبایکاټونکو څلورو عربو هیوادونو دځِل په علت ، په یوې نړویوالې شخړې بدل شوی دی . آل ثانی همداراز ټینګار وکړ، دقطر کلابندونکی، دیوه ډله ایز ا ورګان په توګه د فارس خلیج دملګرتیا شورا د ړنګیدو مسئول دی .