دترهه ګرو له سپیره وجوده به درسته سوریه پاکه کړو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59065-دترهه_ګرو_له_سپیره_وجوده_به_درسته_سوریه_پاکه_کړو
د سورئې ولسمشر روښانه کړې ، دسورئې پوځیانو تراوسه پورې له ترهه ګرو تکفیری ډلو سره په مقابلې کې دخپلې کابو اتیا فی صدی موخې ترلاسه کړی دی. بشار اسد په عین حال کې ټینګار کړی ، دسورئې پوځ به په ادلب ولایت کې مجبوره وی دترکیې له ځواک او له النصره جبهې سره له اړونده وسلوالو سره مخامخ شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 08, 2017 17:58 Asia/Kabul
  • دترهه ګرو له سپیره وجوده به درسته سوریه پاکه کړو

د سورئې ولسمشر روښانه کړې ، دسورئې پوځیانو تراوسه پورې له ترهه ګرو تکفیری ډلو سره په مقابلې کې دخپلې کابو اتیا فی صدی موخې ترلاسه کړی دی. بشار اسد په عین حال کې ټینګار کړی ، دسورئې پوځ به په ادلب ولایت کې مجبوره وی دترکیې له ځواک او له النصره جبهې سره له اړونده وسلوالو سره مخامخ شی .

دروسیې تاس خبری آژانس راپورورکړی  د سورئې  ولسمشر بشار اسد  نن په دمشق کې د    ملی پالو عربو نومې  سیمنار کې  له  ګډون کونکو سره  په خبرو کې   ووئیل ،   دسورئې پوځ  هماغه راز  دترهه ګرو له سپیرو  منګولو د  د غه هیواد دخاورې  آزادولو ته دوام ورکوی ،خو  دسورئې  پوځیان به    دشمال لویدیځ   په ا دلب ولایت کې  دترهه ګرو په مقابل کې   هم سختو مشکلاتو سره مخ   وی .

  د سورئې ولسمشر  روښانه کړې ،  دسورئې پوځیانو تراوسه پورې    له ترهه ګرو تکفیری ډلو سره  په مقابلې کې  دخپلې  کابو اتیا فی صدی  موخې  ترلاسه کړی دی.  بشار اسد  په عین حال کې ټینګار کړی ،  دسورئې پوځ  به  په ادلب ولایت کې  مجبوره وی   دترکیې  له ځواک او  له النصره جبهې  سره  له اړونده  وسلوالو سره  مخامخ  شی .

 هغه زیاته کړې ده،د دمشق له نظره هرهغه پوځی شتون چې دسورئې  د  حکومت  په  موافقې سره  نه وی،دسورئې د خاورې  دنیواک  په حکم  کې راځی.

 بشار اسد  پرون هم   په نړیوالو چارو کې د  اسلامی انقلاب دمعظم لارښود   له سلاکار علی اکبر ولایتی سره  په  کتنې کې  وئیلی وو ، دسورئې دښمنان  په دغه هیواد کې د درز اوتفرقې درامینځةکولو لپاره  له ترهه ګرو ډلو  استفاده کوی .

له سورئې  وروستی رارسیدلی یو راپورښئ  چې  په دیرالزور ولایت  کې البوکمال ښار  چې له یوې اونۍ راهسې پکې تکفیری داعشی ترهه ګر کلابند دی د آزادیدیدو په درشل کې دی .