دترهه ګرو له سپیره وجوده به درسته سوریه پاکه کړو
د سورئې ولسمشر روښانه کړې ، دسورئې پوځیانو تراوسه پورې له ترهه ګرو تکفیری ډلو سره په مقابلې کې دخپلې کابو اتیا فی صدی موخې ترلاسه کړی دی. بشار اسد په عین حال کې ټینګار کړی ، دسورئې پوځ به په ادلب ولایت کې مجبوره وی دترکیې له ځواک او له النصره جبهې سره له اړونده وسلوالو سره مخامخ شی .
دروسیې تاس خبری آژانس راپورورکړی د سورئې ولسمشر بشار اسد نن په دمشق کې د ملی پالو عربو نومې سیمنار کې له ګډون کونکو سره په خبرو کې ووئیل ، دسورئې پوځ هماغه راز دترهه ګرو له سپیرو منګولو د د غه هیواد دخاورې آزادولو ته دوام ورکوی ،خو دسورئې پوځیان به دشمال لویدیځ په ا دلب ولایت کې دترهه ګرو په مقابل کې هم سختو مشکلاتو سره مخ وی .
د سورئې ولسمشر روښانه کړې ، دسورئې پوځیانو تراوسه پورې له ترهه ګرو تکفیری ډلو سره په مقابلې کې دخپلې کابو اتیا فی صدی موخې ترلاسه کړی دی. بشار اسد په عین حال کې ټینګار کړی ، دسورئې پوځ به په ادلب ولایت کې مجبوره وی دترکیې له ځواک او له النصره جبهې سره له اړونده وسلوالو سره مخامخ شی .
هغه زیاته کړې ده،د دمشق له نظره هرهغه پوځی شتون چې دسورئې د حکومت په موافقې سره نه وی،دسورئې د خاورې دنیواک په حکم کې راځی.
بشار اسد پرون هم په نړیوالو چارو کې د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود له سلاکار علی اکبر ولایتی سره په کتنې کې وئیلی وو ، دسورئې دښمنان په دغه هیواد کې د درز اوتفرقې درامینځةکولو لپاره له ترهه ګرو ډلو استفاده کوی .
له سورئې وروستی رارسیدلی یو راپورښئ چې په دیرالزور ولایت کې البوکمال ښار چې له یوې اونۍ راهسې پکې تکفیری داعشی ترهه ګر کلابند دی د آزادیدیدو په درشل کې دی .