دملګروملتو امنیت شورا دیمن دغمیزې مسئوله ده
سعودی عربستان ، امریکا ،متحده عربی اماراتو اوڅونورو هیوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵کال له مارچ راهسې دیمن په ضد بوږنوکی حملې پیل کړی او له دې سره په یووخت ئې دغه هیواد له مځکې ،هوا اوسمندر له لارې هم بشپړ کلابند کړی چې دیمن په بې وځله هیواد کې سترې انسانی غمیزې رامینځة کړی دی .
په ملګروملتو کې داسلامی ایران دایمی استازی غلام علی خوشرو پریس ټی وی سره په خبرو کې دیمن دبحران په وړاندې دملګروملتو دامنیت شورا دسملاسی اقدام په ضرورت ټینګار وکړ او هیله ئې وښودله ، امنیت شورا د دغه هیو ددپولو د پرانیستو لپاره زرتر زره فیصله اوا قدام وکړی .
خوشرو وئیلی دی ، یمن له یوې سترې انسانی غمیزې سره لاس اوګریوان دی او ملګری ملتونه باید اجازت ورنکړی ، چې د دغه هیواد مظلوم خلک په مرګونو وسلو،بمونو او یا قخطۍ او ناروغیو سره خپل ژوند له لاسه ورکړی.
په ملګروملتو کې دایران دایمی استازی همداراز وړمه ورځ دملګرو سرمنشی او دامنیت شورا مشر ته د دوو جلاجلا لیکونو په لیږلو سره د نړیوالو حقوقو د رعایتولو او دنورو په ضد له ګواښه د ډډه کولو لپاره په سعودی عربستان دنړیوالې ټولنې د دباؤ دزیاتولو غوښتنه کړې .