داعش تکفیری ډله په له مینځه تلو ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59087-داعش_تکفیری_ډله_په_له_مینځه_تلو_ده
د ایران دنظام دمصلحت پیژندونکی ټولنې منشی محسن رضائی ټینګار کړی ، داعش تکفیری ترهه ګره ډله په هغو ټولو جنایتونو سره چې دهغوی نیکونو په کربلا کې کړی ، دله مینځه تلو په حال کې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 10, 2017 02:14 Asia/Kabul
  • داعش تکفیری ډله  په له مینځه  تلو ده

د ایران دنظام دمصلحت پیژندونکی ټولنې منشی محسن رضائی ټینګار کړی ، داعش تکفیری ترهه ګره ډله په هغو ټولو جنایتونو سره چې دهغوی نیکونو په کربلا کې کړی ، دله مینځه تلو په حال کې ده .

ایرنا خبری آژانس  راپورورکړی محسن رضائی  پرون په  یولړ څرګندونو کې   په عراق کې د  داعش  دنفوذ او  په تیرو درو کلونو کې   د شهیدانو دسالار حضرت امام حسین علیه السلام د هغه دوفادارو  ملګرو  د څلویښتۍ یا اربعین   پرتمین    میلیونی لاریون    ولولو اوغوړیدا   دوو   متضادو  واقعو ته په اشارې سره    ووئیل ،   له ټولو  بهرنیو ملاتړونو اوسنبالتیاؤ سره سره ،  داعش تکفیری ترهه ګره ډله  ونه توانید،  په سیمې  دخپلو اربابانو  پروګرامونه پلی  او اجرا کړی .

  د ایران دنظام دمصحلت پیژندونکی ټولنې  منشی  دعراق دمسئولانو ،ولس په تیره  بیا د  مرجعیت  او  روحانیّت   هوښیاری اوځیرتیا    په مینځنی ختیځ  سیمې کې د داعش ترهه ګرې ډلې او تالی څټو  دماتې اصلی عوامل وبلل.