داعش تکفیری ډله په له مینځه تلو ده
د ایران دنظام دمصلحت پیژندونکی ټولنې منشی محسن رضائی ټینګار کړی ، داعش تکفیری ترهه ګره ډله په هغو ټولو جنایتونو سره چې دهغوی نیکونو په کربلا کې کړی ، دله مینځه تلو په حال کې ده .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړی محسن رضائی پرون په یولړ څرګندونو کې په عراق کې د داعش دنفوذ او په تیرو درو کلونو کې د شهیدانو دسالار حضرت امام حسین علیه السلام د هغه دوفادارو ملګرو د څلویښتۍ یا اربعین پرتمین میلیونی لاریون ولولو اوغوړیدا دوو متضادو واقعو ته په اشارې سره ووئیل ، له ټولو بهرنیو ملاتړونو اوسنبالتیاؤ سره سره ، داعش تکفیری ترهه ګره ډله ونه توانید، په سیمې دخپلو اربابانو پروګرامونه پلی او اجرا کړی .
د ایران دنظام دمصحلت پیژندونکی ټولنې منشی دعراق دمسئولانو ،ولس په تیره بیا د مرجعیت او روحانیّت هوښیاری اوځیرتیا په مینځنی ختیځ سیمې کې د داعش ترهه ګرې ډلې او تالی څټو دماتې اصلی عوامل وبلل.