داعشی تکفیریانوماته خوړلې او نور دبیرته ستنیدو وس نه لری
پآکستان په دمشق کې دخپل سفیر په دیره کولو سره وښودله چې له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې د سورئې د نظام او ملت ترڅنګ ولاړ دی او دباؤنو ته هیڅکله هم نه تسلیمیږی .
زمونږ خبریال راپورراکړ د سورئې مرستیال خارجه وزیر فیصل مقداد ددې خبرې په کولو سره چې د ابوکمال سیمې آزادیدا له ترهه ګرۍ سره ټولو مبارزه کونکو بریالیتوب دی ، ووئیل ، داعشی تکفیری ترهه ګرې ډلې ماته خوړلې او نوره د بیرته ستنیدو جوګه نه ده .
دسورئې دپوځ لوئې درستیز والۍ او وسله والو ځواکونو پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره د سورئې دختیځ په دیرالزور ولایت کې د البوکمال ښار آزادی اعلان کړه .
په سورئې کې البوکمال سرحدی ښار یو لک شل زره نفوس لری چې کابو درې کاله مخکې داعشی ترهه ګرو نیولی ؤ . دغه ښار په سورئې کې د د اعشی تکفیریانو ددیره کیدا خورا وروستی مرکز په توګه شمیرل کیږی .
دسورئې سانا رسمی خبری آژانس راپورورکړی ، د سورئې مرستیال خارجه وزیر فیصل مقداد پرون په دمشق کې دپا کستان د سفیر د معرفۍ په د ستورو کې دې ته په اشارې سره چې سوریه دخپلو اودهغو هیوادونوپه بریالیتوب چې د سورئې دملت او حکومت ترڅنګ ئې پیوستون اعلان کړی ویاړی ،زیاته کړې ؛ پآکستان په دمشق کې دخپل سفیر په دیره کولو سره وښودله چې له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې د سورئې د نظام او ملت ترڅنګ ولاړ دی او دباؤنو ته هیڅکله هم نه تسلیمیږی .
په سورئې کې د پآکستان سفیر اطهر حسین بخاری هم په دغو دستورو کې د سورئې اوپاکستان ژورو او مخینه لرونکو اړیکو ته په اشارې سره ووئیل ، دواړه هیوادونه په ټولو زمینوکې د دواړو ملتونو د ګټو لپاره ښې ملګرتیاوې لری .