عربستان اسرائیل پر ایران دحملې لپاره لمسوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59106-عربستان_اسرائیل_پر_ایران_دحملې_لپاره_لمسوي
زمونږخبریال وایی د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله پرون د پلازمینې بیروت په جنوب کښې د حسینی اربعین ع او د حزب الله د شهید ورځې په مناسبت په یوې(۱) وینا کښې د لومړی وزیر سعد حریری استعفا د سعودی عربستان د مجبورولو په وجه وبلله او ویې ویل د لبنان لومړی وزیر ته د عربستان سپکاوی د لبنان دټولوخلکو سپکاوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2017 01:52 Asia/Kabul
  • امریکا او سعودي عربستان داعش  ډله جوړه کړه او دسیمې ځینوعربو هیوادونو ددغه ډلې ملاتړ وکړ .
    امریکا او سعودي عربستان داعش ډله جوړه کړه او دسیمې ځینوعربو هیوادونو ددغه ډلې ملاتړ وکړ .

زمونږخبریال وایی د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله پرون د پلازمینې بیروت په جنوب کښې د حسینی اربعین ع او د حزب الله د شهید ورځې په مناسبت په یوې(۱) وینا کښې د لومړی وزیر سعد حریری استعفا د سعودی عربستان د مجبورولو په وجه وبلله او ویې ویل د لبنان لومړی وزیر ته د عربستان سپکاوی د لبنان دټولوخلکو سپکاوی دی .

هغه وویل په لبنان کښې بې ساری امنیت او ثبات ټینګ وو او خلکو دارامښت احساس کاوه خو عربستان له تیرې شنبې ورځې راهسې لبنان یوې(۱) مهمې مرحلې او سیاسی کړکیچ ته ورننباسه چې خطرناک والی یې په خپله د لبنان خلکو ته ورستنیږی .

دلبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله وویل نن سبا دلبنان او د دنیا ټول  خلک ډاډ لری چې سعودی عربستان لومړی وزیر سعد حریری استعفا ته مجبوره کړی او هغه یې په زوره په هیواد کښې هستوګنې ته اړه کړی .

هغه وویل دلبنان لومړی وزیر سعد حریری په سعودی عربستان کښې نیول شوی او لبنان ته له تلو منع کړی شوی ځکه چې دسعودی عربستان رژیم په لبنان دلومړی وزیر په توګه دنوی کس د تپلو هڅه کوی .

دلبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله  وویل د سعد حریری استعفا غیرقانونی ده او دلبنان حکومت اوس هم قانونی دی .

هغه د سعودی عربستان او د لبنان دحزب الله ترمینځ مشکلاتو او اختلافاتو ته په اشارې سره وویل له دغو اختلافاتو چې ورتیر شو نن سبا دسعودی عربستان ګواښونه او تدبیرونه له لبنان سره جنګ دی او سعودی عربستان صهیونیسټ رژیم په لبنان حملې ته هڅوی .

حسن نصر الله په سیمه کښې دداعش ډلې جنایتونو ته په اشارې سره وویل امریکا او سعودی عربستان داعش  ډله جوړه کړه او دسیمې ځینوعربو هیوادونو ددغه ډلې ملاتړ وکړ خو د انسانی ارزښتونو او د اسلام پرضد د سترې دسیسې په شنډیدا سره په عراق او سوریې کښې د داعش ډلې ترکاملې ختمیدا پورې لږ وخت پاتې دی .

هغه په حسینی اربعین کښې د میلیونونوخلکو  لاریون بې ساری ښکارنده وبلله او ویې ویل دغه پیښه غور ته ضرورت لری چې د ټولو هیوادونو (۲۰)میلیونو ته رسیږی .