د سعودی عربستان بندر بن سلطان هم نیول شوی
-
دسعودي عربستان دیکتاتور رژیم د هیواد څه دپاسه پینځه سوه(۵۰۰) شاهزادګان او شخصیتونه نیولي دي او په یوه(۱) هوټل کښې یې زنداني کړي دي .
زمونږخبریال وایی د سعودی عربستان په سلطنی ماڼۍ کښې ځینو سرچینو ایشوا کړه چې په هیواد کښې له فساد سره دتش په نامه د مبارزې په چوکاټ کښې اکثره نیول شوی شخصیتونه وهل شوی او شکنجه شوی او ځینې خبرونه د بندر بن سلطان د نیول کیدا ښودنه کوی .
دال سعود دماڼۍ ځینو سرچینو «میډل ایسټ »خبری سایټ ته وویل ځینې نیول شوی شخصیتونه د شکنجې د زاړو رودو د کارولو په وجه ژوبل شوی او اکثره نیول شوی شاهزادګان او شخصیتونه د نیول کیدا په وخت دشکنجه کیدا په وجه روغتون ته وړل شوی .
دسعودی عربستان دیکتاتور رژیم د هیواد څه دپاسه پینځه سوه(۵۰۰) شاهزادګان او شخصیتونه نیولی دی او په یوه(۱) هوټل کښې یې زندانی کړی دی .
دسعودی عربستان د سلطنتی ماڼۍ ځینوسرچینو دغه راز ویلی دی بندر بن سلطان چې په امریکا کښې د عربستان سفیر او دغه راز دجاسوسۍ ادارې مشر وو او د میلیارډ شتمن سعودی ولید بن طلال لور هم په نیول شویو کسانو کښې شامل دی .