د سعودی عربستان بندر بن سلطان هم نیول شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59109-د_سعودی_عربستان_بندر_بن_سلطان_هم_نیول_شوی
زمونږخبریال وایی د سعودی عربستان په سلطنی ماڼۍ کښې ځینو سرچینو ایشوا کړه چې په هیواد کښې له فساد سره دتش په نامه د مبارزې په چوکاټ کښې اکثره نیول شوی شخصیتونه وهل شوی او شکنجه شوی او ځینې خبرونه د بندر بن سلطان د نیول کیدا ښودنه کوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 11, 2017 02:22 Asia/Kabul
  • دسعودي عربستان دیکتاتور رژیم د هیواد څه دپاسه پینځه سوه(۵۰۰) شاهزادګان او شخصیتونه نیولي دي او په یوه(۱) هوټل کښې یې زنداني کړي دي .
    دسعودي عربستان دیکتاتور رژیم د هیواد څه دپاسه پینځه سوه(۵۰۰) شاهزادګان او شخصیتونه نیولي دي او په یوه(۱) هوټل کښې یې زنداني کړي دي .

زمونږخبریال وایی د سعودی عربستان په سلطنی ماڼۍ کښې ځینو سرچینو ایشوا کړه چې په هیواد کښې له فساد سره دتش په نامه د مبارزې په چوکاټ کښې اکثره نیول شوی شخصیتونه وهل شوی او شکنجه شوی او ځینې خبرونه د بندر بن سلطان د نیول کیدا ښودنه کوی .

دال سعود دماڼۍ ځینو سرچینو «میډل ایسټ »خبری سایټ ته وویل ځینې نیول شوی شخصیتونه د شکنجې د زاړو رودو د کارولو په وجه ژوبل شوی او اکثره نیول شوی شاهزادګان او شخصیتونه د نیول کیدا په وخت دشکنجه کیدا په وجه روغتون ته وړل شوی .

دسعودی عربستان دیکتاتور رژیم د هیواد څه دپاسه پینځه سوه(۵۰۰) شاهزادګان او شخصیتونه نیولی دی او په یوه(۱) هوټل کښې یې زندانی کړی دی .

دسعودی عربستان د سلطنتی ماڼۍ ځینوسرچینو دغه راز ویلی دی بندر بن سلطان چې په امریکا کښې د عربستان سفیر او دغه راز  دجاسوسۍ ادارې مشر  وو او د میلیارډ شتمن سعودی ولید بن طلال لور هم په نیول شویو کسانو کښې شامل دی .