دعربستان بلاغواړی خوی داسلامی اوعربی وحدت لپاره یو ګواښ دی
هغه همداراز روښانه کړې ده ،دسعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان د ځان ښودلو او واک ته د رسولو په موخې سره دګاونډیو نورو هیوادونو ترمینځ د دغه هیواد دمنزوی کولو په حال کې دی چې هیڅکله به ئې بیا جبران نه کړائ شی .
دتیونس یوه متفکر الصافی سعید نن له المینار ټیلیویژنی چینل سره به خصوصی خبرو کې ووئیل ، هغه شخړې چې سعودی عربستان ځان ورسره ښکیل کړی ، داسلامی او عربی ټولنو او هم د سیمې د ویشل کیدا لامل کیږی .
سعید دې ته په اشارې سره چې عربستان له هغو شخړو سره ځان لاس او ګریوان کړی ،چې هیڅ ګټه نه لری او یوازې د سیمې ، عربی ټولنو او په ټول کې د اسلامی ټولنو پخپلو کې سره د ویشل کیدا لامل کیږی ، ووئیل ، بن سلمان رژیم په یوې داسې اژدها بدل شوی دی ، چې دخپلې خولې اوور ئې بې هدفه پرشان کړی دی، او اساسی پوښتنه همدا ده چې دغه شان حکومت څرنګه له خپلو ګاونډیانو اونورو هیوادونوس ره ژوند کولی شی .؟
الصافی سعید زیاته کړې ، سعودیان باید پوه شی ، چې په ګواښ او تمو دمشتمل بې اساسه او شکمنو ائیتلافونو دجوړیدا ترڅنګ ، په یمن کې جنګ ا و د قطر کلابندول ، دسورئې دسولې په بهیر کې ځِل او منفی رول لوبول ، دعراق په ضد اقدامات او په ایران اود لبنان په حزب ا... غورځنګ تورونو لګول ، نور دهغوی لپاره هیڅ ګټه نه لری.