دیمن حالات دسترې انسانی غمیزې په لور روان دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59226-دیمن_حالات_دسترې_انسانی_غمیزې_په_لور_روان_دی
دایران خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې په یمن کې انسانی غمیزه دآل سعود رژیم له خوا د دغه هیواد د کلابندۍ په دلیل په یوې سترې بوږنونکی پیښې دبدلیدو په حال کې ده، پر نړیوالې ټولنې غږ کړی ، په چورلټ او اغیزمن ډول دې دیمن په شخړې کې دخیل شی او دغه ا حمقانه جنګ دې پای ته ورسوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 14, 2017 02:11 Asia/Kabul
  • دیمن حالات دسترې  انسانی غمیزې په لور روان دی

دایران خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې په یمن کې انسانی غمیزه دآل سعود رژیم له خوا د دغه هیواد د کلابندۍ په دلیل په یوې سترې بوږنونکی پیښې دبدلیدو په حال کې ده، پر نړیوالې ټولنې غږ کړی ، په چورلټ او اغیزمن ډول دې دیمن په شخړې کې دخیل شی او دغه ا حمقانه جنګ دې پای ته ورسوی .

 ایرناخبری آژانس راپورورکړ  دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف  بیګا  د ملګروملتو سرمنشی آنتونیو ګوتریش ته  په یوه لیک کې  دیمن  بوږنونکی حالات    دسعودی رژیم له خوا د دغه هیواد  د هراړخیزې کلابندۍ او تیریو  په نتیجې کې  ډیر زیات اندیښنونکی  او د سترې انسانی غمیزې په درشل کې بللی دی.

  جواد ظریف ټینګار کړی ،  په یمن د سعودی عربستان  له دیرشو میاشتو تیریو  نتیجه ،  د زرګونو بې ګناه   انسانانو په تیره بیا دماشومانو اوښځو  د ژوند اخستل  او د   دغه هیواد د روغتونونو ، ښونځیو، خوراکی ګودامونو  او دبریښنا کوټونو پشمول  د دغه هیواد  دښایریزو اوغیر پوځی تاسیساتو  اوبین بینائیو  له ورانولو  او  له خپلو لومړنیو  اړتیا د یمن دمظلوم اوبې وځله  ولس  له محرومولو پرته بل هیڅ   شی نه دی .

  دایران خارجه وزیر   ددې خبرې په کولو سره چې   په یمن کې انسانی غمیزه  دآل سعود رژیم  له خوا  د دغه هیواد د کلابندۍ  په دلیل  په یوې سترې  بوږنونکی پیښې دبدلیدو په حال کې ده،  پر نړیوالې ټولنې غږ کړی ،   په چورلټ   او اغیزمن  ډول دې دیمن په شخړې کې دخیل شی او دغه ا حمقانه جنګ دې پای ته ورسوی . 

  هغه روښانه کړې و اسلامی ایران تل  وئیلی دی ،  دیمن دبحران یوازینۍ  حل لاره  د   ټولو سیاسی ډلو اوګوندونو  په ګډون  سره  دملی حکومت   جوړیدا او  په دغه هیواد کې د ځینو نورو هیوادونو   نه لاسوهنه  ده .