قطر د ایران او عربو هیوادونو ترمینځ د خبرواترو غوښتنه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59234-قطر_د_ایران_او_عربو_هیوادونو_ترمینځ_د_خبرواترو_غوښتنه_کړې
د قطر د بهرنیو چارو وزیر د اختلافاتو د هواري لپاره د ایران له اسلامي جمهوریت سره د فارس خلیج د څنډې د عربو هیوادونو د خبرواترو غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 14, 2017 07:21 Asia/Kabul
  • قطر د ایران او عربو هیوادونو ترمینځ د خبرواترو غوښتنه کړې

د قطر د بهرنیو چارو وزیر د اختلافاتو د هواري لپاره د ایران له اسلامي جمهوریت سره د فارس خلیج د څنډې د عربو هیوادونو د خبرواترو غوښتنه وکړه.

محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د ترکیې ټي، آر، ټي چینل ته په مرکه کښې په دې خبرې سره چې د سیمې د اختلافاتو د هواري لپاره هرډول حل لاره باید د هیوادونو د حاکمیت د احترام او د نورو په کورنیو چارو د دخالت نه کولو په بنیاد وي، وویل: د تهران او ریاض روانه شخړه په سیمه کښې د یو نوي کړکیچ په معنا ده.

یاده دې وي چې د عربستان د پلازمینې ریاض په ملک خالد نومي هوايي ډګر باندې د یمن د پوځي او ولسي ځواکونو له وروستۍ توغندوي حملې وروسته عربستان د خپلې بې بنیاده ادعاو په دوام کښې ایران، په ریاض باندې د یمن په میزایل حملو کښې په لاس لرلو تورن کړی دی. خو ایران د دغې ادعا په ځواب کښې ویلي چې د سعودیانو لخوا د نورو ملامتول او د هغوي کچه او تفرقه اچونکي سیاستونه د ټولې سیمې لپاره خرابونکې او زیانمونکې پایلې لري.