اروپابه دسعودیانو دبلاغوښتنو په وړاندې چُپه خولۀ پاتې نشی
دجرمنی خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې دعربستان په حاکمیّت کې بلاغواړی روحیه پراخه شوې ده ، ټینګار کړی ، اروپابه د دغه شان موضوعګانو په وړاندې چپتیا غوره نه کړی .
الجزیره ټیلیویژنی چینل رابورورکړی ، د جرمنی خارجه وزیر زیګمار ګابریّل نن په یولړ څرګندونو کې خبرداری ورکړی ، د سعودی عربستا د مشرانو په نزد بلاغواړی روحیه پراخه شوې او اروپا به د د وی په وړاندې غلی کې نه نی.
زیګمار ګابریّل همداراز د لبنان دمستعفی لومړی وزیر سعد حریری په وړاندې د سعودی عربستان په اقداماتو سختې نیوکې کړی او دا ئې غیر معمول کار بللی دی .
دجرمنی خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې دعربستان په حاکمیّت کې بلاغواړی روحیه پراخه شوې ده ، ټینګار کړی ، اروپابه د دغه شان موضوعګانو په وړاندې چپتیا غوره نه کړی .
هغه وئیلی دسعودی عربستان چارواکو داسې چلند مخکې کړی دی چې له یمن او قطر سره له شخړو وروسته اوس له لبنان سره اوج ته رسیدلی دی.
زیګمار ګابریّل زیاته کړې ، هیڅوک سعد حریری او دهغه کورنۍ فرانسې ته د سفر له بلنې نشی منعې کولی .
دفرانسې الیزه ماڼۍ دچارشنبې په ورځې دفرانسې د ولسمشر آمانوئل کامرون له قوله وئیلی دی ، ټاکل شوې ده ،دلبنان لومړی وزیر سعد حریری له خپلې کورنۍ سره یو ځای له ریاضه پاریس ته ورشی .