محمد بن سلمان ته د عربستان دپاچاهۍ د ورسپارلو احتمال
په عین حال کی د هاارتص صیهونیسټی ورځپاڼۍ د زیارت په ورځ په یوه مقاله کی په دې په اعتراف سره چی اسراییل په سیمه کی له هرې سولې ناخوښ کیږی ، عربستان یې د صیهونیست رژیم بهترین هم تړونه وباله
د تهران پښتو راډیو د انګلستان خبری موسسې ډیلی میل له قوله راپور ورکوی چی د عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز احتمالا په نږدې راتلونکی کی خپله پاچاهی خپل ۳۲ کلن زوی او اوسنی ولیعهد محمد بن سلمان ته وسپاری .دیلی میل په خپل راپور کی زیاتوی چی محمد بن سلمان به له باچاهی ترلاسه کولو وروسته خپل ټون پام په ایران متمرکز کړی . دغه راپور همداراز زیاتوی چی بن سلمان به د اسراییلو رژیم د پوځ په مرسته د لبنان د حزب ا... پرضد چی د ایران ملاتړ ورسره دې ، پوځی اقدامات ترسره کړی . د ډیلی میل په راپور کی همداراز راغلی دی چی محمد بن سلمان به د ال سعودو کورنۍ د اکثرو کسانو په اپوټه په لومړی پړاو کی په ایران او حزب ا... حمله وکړی او د دې کار لپاره یې په لبنان کی د جنګ سریزې برابرې کړی دی . د دغه راپور په اساس محمد بن سلمان د اسراییلو د مرستې به بڼه کی دغه رزیم ته د میلیارډونو ډالرو د مرستې ژمنې ورکړی ده ، دا په داسې حال کی دی چی د صیهونیسټ رژیم د پوځ لوی درستیز ګادی ایزنکوت چی ایران د خپل رژیم تر ټولو ستر دښمن بولی ، هم د لندن چاپ ایلاف سعودی ورځپاڼۍ سره په مرکه کی ویلی دی ایران د اسرایلو تر ټولو ستر دښمن دی او تل ابیب له تهران سره د مقابلې لپاره د عربستان په شمول له ځینو عربی هیوادونو سره د اطلاعاتی یا استخباراتی ملګرتیا لپاره چمتو دې . ګادی ایزنکوت په دې ادعا سره چی د ایران پروګرام په مینځنی ختیځ سلطه ده ، مدعی شوی دی د ایران اسلامی جمهوریت هڅه کوی چی د تجروبو د انتقال ، د وسلو د کارخانو د جوړولو ، د پرمختللیو وسلو ، بې پایلیټه الوتکو ، د جنګ په زمینه کی د پانګونې او د عسکرو د رزولو د زیاتولو له لارې په سیمه کی د لوبې قوانین بدل کړی . د صیهونیسټ رژیم د پوځ لوی درستیز د دې خبرې په کولو سره چی اسراییل او عربستان له ایران سره په مقابله کی ګډی ګټې لری وویل د امریکا د ولسمشر په توګه د ټرمپ په راتلو سره ایران پرضد د ستراتیجیکی طرحې د غوره کولو لپاره فرصت برابر شوی دی . ده همداراز د سوریې په جنګ کی د اسرایلو رژیم په لاس وهنې په اعتراف سره وویل تل ابیب دا نه منی چی په سوریه کی د هغو په هم تړونه ډلو چی مطلب یې ترهه ګر دی ، حمله وشی ، په همدې دلیل یې په دغه جنګ کی لاس وهنې ته مخه کړی ده .
په عین حال کی د هاارتص صیهونیسټی ورځپاڼۍ د زیارت په ورځ په یوه مقاله کی په دې په اعتراف سره چی اسراییل په سیمه کی له هرې سولې ناخوښ کیږی ، عربستان یې د صیهونیست رژیم بهترین هم تړونه وباله .
د داعش په شمول له ترهه ګروډلو سره په مبارزې اخته هیوادونو په تیره بیا سوریې سره د ایران ملګرتیا او ملاتړد ترهه ګرو د اصلی ملاتړو په توګه د امریکا ، اسرایلو او عربستان د غوسې او خپګان راپارولی دی .
د یادولو ده چی له مالی فساد سره د مبارزې په پلمه محمد بن سلمان په وسیله د ال سعودو د ۱۱ پخوانیو چارواکو ، وزیرانو او شاهزادګانو نیول د امریکا او اسرایلو په بشپړې پلانونې او غږملتیا سره شوی دی تر څو په سیمه کی د فتنې د رامینځته کولو په تحقق کی هیڅ خنډ ونلرلې شی .
عاشق حسین طوری