مسیحیان او لویدیځوال له اسرائیلو په ملاتړکې تیروتي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59386-مسیحیان_او_لویدیځوال_له_اسرائیلو_په_ملاتړکې_تیروتي_دي
د انګلیکن کلیسا ستر پادری سټیفن سیزر په لندن کې د بالفور اعلامیې دخپریدا دسل کلنې کلیزې په مناسبت د :یوې پیړۍ بحران : نومې غونډې ې پخپلې وینا کې وئیلی دی ، بالفور اعلامیې دفلسطنیانو په حقوقو سترګې پټې کړی دی او د څه ډپاسه اوه میلیون فلسطینیانو دکډوالیدو لامل شوې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2017 11:52 Asia/Kabul
  • مسیحیان او لویدیځوال له اسرائیلو په ملاتړکې تیروتي دي

د انګلیکن کلیسا ستر پادری سټیفن سیزر په لندن کې د بالفور اعلامیې دخپریدا دسل کلنې کلیزې په مناسبت د :یوې پیړۍ بحران : نومې غونډې ې پخپلې وینا کې وئیلی دی ، بالفور اعلامیې دفلسطنیانو په حقوقو سترګې پټې کړی دی او د څه ډپاسه اوه میلیون فلسطینیانو دکډوالیدو لامل شوې ده .

  د انګلستان  د انګلیکن کلیسا پادری  وئیلی دی ،  مسیحیانو او د لویدیځی هیوادونو ښاریزو   په تیروتنې سره   اعتقاد لری  له اسرائیلو ملاتړ ، د مسیحیّت د تعلیماتو او په اساس او یوه دینی دنده  ده .

  زمونږخبریال راپور راکړ   د انګلیکن کلیسا ستر پادری  سټیفن سیزر   په لندن کې د بالفور  اعلامیې دخپریدا دسل کلنې کلیزې   په مناسبت د  :یوې پیړۍ  بحران  : نومې غونډې ې  پخپلې وینا کې وئیلی دی ،  بالفور اعلامیې  دفلسطنیانو په حقوقو سترګې پټې کړی دی  او د څه ډپاسه اوه میلیون فلسطینیانو دکډوالیدو لامل شوې ده .

 سیزر روښانه کړې ده ،  له فلسطنیانو سره د   اسرائیلو جنګ  خورا حساسه  دینی شخړه  ممکنه  کړې ده ، ځکه مسیحیان ،یهودیان او مسلمانان او دروزیان  له یوه بل سره  لاس اوګریوان شوی دی .

  دبریتانیا دانګلیکن  کلیسا ستر پادری   داسرائیلو په تاسیس کې  د دغه هیواد   مهم رول ته په اشارې سره  ووئیل ، دموجوده سندونو په اساس دبالفور  اعلامیې مسوده  درې ځله  صهونیسټانو لیکلې ده  څوبالاخره  نهائی متن ئې تیار  شو .

 بالفور اعلامیه  د ۱۹۱۷کال دنومبر  په دوهمه نیټه   د  انګلستان  د وخت  خارجه وزیر  آرتر جیمز  بالفور په وسیله  د دغه هیواد  د پارلیمان غړی او صهونیسټی سیاستوال  والټر روتشیلډ  ته په خطاب  کې لیکل شوې  او  په اساس ئې  په فلسطینی ټاټوبی کې  داسرائیلو غاصب رژیم  راوپنځول شو .