سعودي باچا له محمود عباسه کلنګ اخلي
محمود عباس هم د سعودي باچا د دې غوښتنې په ځواب کښې ویلي چې ریاض دې مصر وهڅوي چې حماس مبجور کړي څو له اسرائیلو سره په اوږدمهاله اوربند پابند ووسي.
د عربستان باچا په ریاض کښې د عربستان د کورواکه تشکیلاتو له مشر سره په وروستۍ کتنه کښې له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو په ښه کولو کښې د عربستان د سیاستونو په چوکاټ کښې له هغه وغوښتل چې په حماس غورځنګ دباو راوړي.
د العالم د رپورټ له مخې فلسطین الیوم خبري سایټ ولیکل: د عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس ته ویلي دي چې هله به د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د کارکونکو د تنخواه یوه برخه ورکړي چې هغه حماس له ایران او حزب ا... څخه لرې کیدو ته مجبور کړي.
خبر زیاتوي چې محمود عباس هم د سعودي باچا د دې غوښتنې په ځواب کښې ویلي چې ریاض دې مصر وهڅوي چې حماس مبجور کړي څو له اسرائیلو سره په اوږدمهاله اوربند پابند ووسي.