د عربستان چارواکو ملنډو ته مخه کړې ده
آل سعود رژیم ایران په داسې حال کې په تاؤتریخجن رول لوبونې تورنوی چې پخپله ئې ترهه ګر روزلی او په وسلو ئې سنبال کړی ، دیمن ولس ئې له انسانی غمیزې سره مخامخ کړی ، قطر ئې منزوی کړی او په لبنان کې ئې د شخړو درامینځةکولو هڅه کړې ده .
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف نن پخپل ټولنیزې پاڼې کې لیکلی دی ،ستره مسخره ده چې دسعودی عربستان پاچائی رژیم چې پخپله ترهه ګر لمسوی او دیمن پر بې وزله عربی هیوادئې یو اړخیز جنګ تپلی دی ، ،ایران دثبات دګډوډولو په هڅو تورنوی .
هغه لیکلی دی ، آل سعود رژیم ایران په داسې حال کې په تاؤتریخجن رول لوبونې تورنوی چې پخپله ئې ترهه ګر روزلی او په وسلو ئې سنبال کړی ، دیمن ولس ئې له انسانی غمیزې سره مخامخ کړی ، قطر ئې منزوی کړی او په لبنان کې ئې د شخړو درامینځةکولو هڅه کړې ده .
دایران خارجه وزیر همدرااز دترکیې په آنتالیا ښآر کې د ترکیې اوروسیې له خارجه وزیرانو سره ددرې اړخیزې ناستې په باب هم لیکلی دی ، ایران له ترکیې اوروسیې سره د اوور د لمبو دغلی کولو لپاره له هغه اوور بندسره چې په سورئې کې رامینځةکړی دی ،ملګرتیا کوی .
جواد ظریف وئیلی دی ، ایران ،ترکیه اوروسیه په سورئې کې د اوور بند ضامین هیوادونه دی او په همدې خاطر ئې نن دترکیې په آنتالیا کې دسلامشورو په خاطر سره غونډه جوړه کړې او ډیر زر به په دې اړه د روسیې په سوچی ښار کې هم د ایران ،ترکیې اوروسیې درې ا ړخیزه سرمشریزه هم جوړه شی .