ایران دسورئې د بحران دحل درې اساسی لارې وړاندې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59669-ایران_دسورئې_د_بحران_دحل_درې_اساسی_لارې_وړاندې_کړې
ډاکټر روحانی په دوهم وړاندیز کې په دې په ټینګار سره چې دسورئې د روا حکومت له موافقې پرته ددغه هیواد په خاورې کې دپردیو پوځی شتون لپاره هیڅ پلمه نشته،زیاته کړې، له ترهه ګرو او دهغوی له ملاتړو سره له کلونو کلونو مبارزې وروسته دسورئې خلک په داسې وضعیّت کې دی چې له نوو شرائطو څخه په استفادې سره چې په هغه کې د ولس اساسی آزادیانې تضمین شی،دبیلابیلو قومون احترام وشی،او ولسواکی تثبیت شی،خپل راتلونکی جوړولی شی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2017 17:03 Asia/Kabul
  •  ایران دسورئې د بحران دحل درې اساسی لارې وړاندې کړې

ډاکټر روحانی په دوهم وړاندیز کې په دې په ټینګار سره چې دسورئې د روا حکومت له موافقې پرته ددغه هیواد په خاورې کې دپردیو پوځی شتون لپاره هیڅ پلمه نشته،زیاته کړې، له ترهه ګرو او دهغوی له ملاتړو سره له کلونو کلونو مبارزې وروسته دسورئې خلک په داسې وضعیّت کې دی چې له نوو شرائطو څخه په استفادې سره چې په هغه کې د ولس اساسی آزادیانې تضمین شی،دبیلابیلو قومون احترام وشی،او ولسواکی تثبیت شی،خپل راتلونکی جوړولی شی.

زمونږخبریال راپورراکړ  دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر  حسن روحانی   په همداوروستیو کې د روسیې په سوچی کې دسورئې د وروستیو بدلونونو په باب   په سوچی  کې د ایران ،روسیې ا وترکیې  په درې اړخیزې سرمشریزې کې  پخپلې وینا کې  ددې خبرې په کولو سره چې   له ترهه ګرۍ سره جنګ تراوسه پورې ختم شوی  نه دی ،   اوباید  د داعش په ضد  وروستی بریالیتوب  موږ   په سورئې اوسیمې کې  دتکفیری ترهه ګرو   دخطرې له دوامه غافل نه کړی و ووئیل ،   په لومړنۍ حل لارې  کې  ،باید  دسوئې  له خلکو سره  مرسته وشی څو  پخپل هیواد کې د ترهه ګرۍ دبشبړ ناکامولو لپاره   په لازم  انسجام سره ،  له دغې سپیرې بلا سره  مبارزې ته دوام ورکړی  او په  دغې مبارزې کې  د سورئې دملی حاکمیّت  ته  احترام   داغی نشی .

 ډاکټر روحانی  همداراز  په دوهم وړاندیز کې  په دې په ټینګار سره چې   دسورئې   د روا  حکومت له موافقې پرته  د دغه هیواد په خاورې کې  دپردیو پوځی شتون لپاره     هیڅ پلمه   نشته ، زیاته کړې ،   له ترهه ګرو او دهغوی له ملاتړو سره   له کلونو کلونو مبارزې وروسته    دسورئې خلک  په داسې وضعیّت کې دی چې  له نوو شرائطو څخه په استفادې سره  چې  په هغه کې  د ولس اساسی آزادیانې  تضمین شی ،  دبیلابیلو قومون احترام وشی ،  او ولسواکی تثبیت شی ، خپل راتلونکی  جوړولی شی.  داسلامی ایران  ولسمشر دسورئې دشخړې  دحل لپاره   د دریمې  لارې چارې  په بیانولو سره ووئیل ،   دسورئې په راتلونکی کې نړیوال رول باید   ثبات ته درسیدا ،  دانسانی آرامښت له برخمیندا او دسورئې دبیا رغاونې  په چوکاټ کې  د دغه هیواد له ولس سره  مرستو ته  متوجه  شی  او دسورئې پر خلکو د خپلو لیدتوګو  په تپلو او  د لاسوهنې  په فکر کې نشی .

 داپه  داسې حال کې دی چې  دغه غونډه هماغه راز روانه ده او په دې باب   دلازیاتو  نوو خبرونو لپاره  له مونږ سره ووسئ .