د محمد بن سلمان په نوم ماشوم
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59707-د_محمد_بن_سلمان_په_نوم_ماشوم
عربستان په لټه کی دی په سوریه کی په خپل بیمار سیاست چی ماته یې خوړلی ده او څو کاله کیږی چی په دغه هیواد کی یې د تش په نامه جهادی ډلو ملاتړ وکړ او اوس چی د بشار اسد پوځ د ایران د ساتندویه ځواک ، د لبنان د حزب ا... او روسیې په مرسته تقریبا جنګ ګټلی دی ، عربستان بیلا بیلې ټاکنې جاجوی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2017 11:17 Asia/Kabul
  • د محمد بن سلمان په نوم ماشوم

عربستان په لټه کی دی په سوریه کی په خپل بیمار سیاست چی ماته یې خوړلی ده او څو کاله کیږی چی په دغه هیواد کی یې د تش په نامه جهادی ډلو ملاتړ وکړ او اوس چی د بشار اسد پوځ د ایران د ساتندویه ځواک ، د لبنان د حزب ا... او روسیې په مرسته تقریبا جنګ ګټلی دی ، عربستان بیلا بیلې ټاکنې جاجوی

د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم د پاکستان چاپ ډان ورځپانۍ د دغه هیواد د مشهور لیکوال عرفان حسین په قلم  په یوه مطلب کې د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سیاستونه  د یوه ماشوم لوبو ته ورته بللی او لیکلی یې دی چی کله تاسو یو ناسم ماشوم وینئ چی په یوه دوکان کې کار کوی  او هر څه چی کوی ، مور او پلار یې نه منع کوی  او ته پوهیږی چی  دا له یوه افته مخکې یوه لوبه ده . د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان  یمن پرضد د خپل هیواد د جنګ مشری وکړه ، په دغه جنګ کې د یمن په زرګونو بیګناه خلک وژل شوی دی ، په ښونځیو ، تجارتی مرکزونو ، د واده  او جنازې په دستورو د عربستان د الوتکو په هوایی حملو کی کابو لس زره بیګناه ملکیان وژل شوی او دا حملې د بشری حقوقو د کړکیچ  او د میلیونونو انسانانو د لوږې او بې وزلۍسبب شوی دی  ، حتی عربستان د درملو او خوراکی موادو وړونکیو الوتکو ته هم د کوزیدا اجازه نه ورکوی .

دغه پاکستانی لیکوال همداراز د قطر پرضد د عربستان اقتصادی جنګ دبن سلمان د نه سنجول شویو بلکې ماشومانه سیاستونو یوه بله بیلګه بللی او ویلی یې دی چی قطر د عربستان لپاره هیڅ خطره نشی رامینځته کولې  . اصلی مسله د الجزیره ټیلی ویژیونی چینل دی چی عربی برخه یې عربستان لپاره په سترګی کې د اغزی په شان دی او همداراز په ۲۰۲۲ کال کی په قطر کی د فوټبال د نړیوال کپ  سیالۍ هم د عربستان او اماراتو لپاره د زغم ندی . ډان ورځپاڼه د عرفان حسین په قلم په خپل مطلب کی د سوریې کړکیچ ته هم اشاره کړی او لیکلی یې  دی چی عربستان په لټه کی دی په سوریه کی په خپل بیمار سیاست چی ماته یې خوړلی  ده او څو کاله کیږی چی په دغه هیواد کی یې  د تش په نامه جهادی ډلو ملاتړ وکړ  او اوس چی د بشار اسد پوځ د ایران د ساتندویه ځواک  ، د لبنان د حزب ا... او روسیې په مرسته تقریبا جنګ ګټلی دی  ، عربستان بیلا بیلې ټاکنې جاجوی  ، په تیره بیا دا چی په سیمه کی د ایران نفوذ نشی زغملی  او په لټه کی دی چی دا نفوذ کم  کړی  او په لبنان کی د عربستان وروستي لاس وهنه هم په همدې لړ کی شوی ده . د مینځنی ختیځ د چارو کارپیژاندی رابرټ فسک  په خپله وروستي مقاله کی لیکلی دی چی عربستان د لبنان لومړی وزیر په ریاض کی یرغمل کړی وو .  د فسک په وینا د سعد حریری د یرغمل کونې هدف په سیمه کی دایران له زیاتیدونکی قدرت سره مقابله وه تر څو حریری تر دباو لاندی راولی چی  له خپلې کابینې د حزب ا.... ملاتړی وزیران وباسی او د لبنان  په سیاست کی د حزب ا... رول ختم کړی . خو بن سلمان باید پوهه شی چی د لبنان سیاسی وضعیت څومره حساس دی . په یوه هیواد کی څو فرقې او هره فرقه په یوه ګوند کی شریکه ده چی پکی اکثرا مشلات او لانجمنې مسلې رامینځته کیږی  او د داسې نظام په جوړښت کی ګوتې وهل داسې نتیجه درلودلی شی چی تصور یې نشی کیدلې . په مینځنی ختیځ کی به یو نوی جنګ د اسراییلو لپاره د لاس وهنې زمینه برابره کړی . حقیقت دا دی چی د ټرمپ او نتانیاهو نه اټکلیدونکی سیاستونه  ډیر یرغلیز دی چی د اکثره مشرانو د اندیښنې سبب شوی دی . د پاکستان دغه مشهور لیکوال  زیاتوی چی د عربستان  بی تجروبی  شاهزاده باید احساس کړی چی د هغه قدرت تر خپلې محدودې پورې اغیزمن کیدلې شی او په درست مینځنی ختیځ واکوالی نشی کولې . د هغه هر  اقدام به د اسراییلو د ستراتیجیک موقعیت لپاره دیر ګټه ور وی ، په داسې حال کی چی ټرمپ  او نتانیاهو د دغه احمق ولیعهد له  سیاست او اقداماتو ملاتړ کوی . واشنګټن او تل ابیب دواړه غواړی چی تهران تر څارنې لاندې ولرلی شی  خو عربستان لپاره د ایران ماته ډیره ګرانه ده  او که عربستان دامریکا او اسراییلو په لمسون د سیمې په چارو کی لاس وهنه وکړه نو داسې اور به ولګی چی مړ کول به یې ډیر ګران وی .

په دغه راپور کی همداراز عربستان دننه نیونو ته هم اشاره شوی او لیکل شوی دی چی بن سلمان د لسګونو شاهزادګانو او تاجرانو په نیولو او د هغو  په شکنجه کولو سره ممکنه ده درنده بیه ورکړی . محمد بن سلمان د ۲۰۳۰ د لرلید په اساس  غواړی چی انسانی ځواک زیات کړی خو هیچا ته پته نشته چی دا لرلید به پلی هم شی که نه ؟هغه هم په عربستان کی چی تل د یوې بندې او قبایلی ټولنې په شان یې کار کړی دی .