ایران ، سوریې او حزب الله ترهګرۍ له مینځه یوړله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i59891-ایران_سوریې_او_حزب_الله_ترهګرۍ_له_مینځه_یوړله
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د سوریې د طرطوس پوهنتون استاد یوسف عیسی وویل دیوه بل په څنګ کښې د ایران ، دلبنان دحزب الله غورځنګ او دسوریې دپوځیانو سرشیندنو دغه هیواد له ترهګرۍ پاک کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 26, 2017 08:40 Asia/Kabul
  • امریکا په تیریګرو افکارو سره یو(۱) خطرناک هیواد دی او دغه هیواد هیڅکله دخلکو د پرمختګ او دملت په ګټه کار نه کوي .
    امریکا په تیریګرو افکارو سره یو(۱) خطرناک هیواد دی او دغه هیواد هیڅکله دخلکو د پرمختګ او دملت په ګټه کار نه کوي .

العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د سوریې د طرطوس پوهنتون استاد یوسف عیسی وویل دیوه بل په څنګ کښې د ایران ، دلبنان دحزب الله غورځنګ او دسوریې دپوځیانو سرشیندنو دغه هیواد له ترهګرۍ پاک کړ .

دسوریې د پوهنتون استاد او د طرطوس ښار داسلامی تربیت دبرخې مسول یوسف عیسی په عراق او سوریې کښې د داعش دسلطې په باره کښې وویل امریکا به تر هغه وخته پورې چې هدفونه یې پوره نشی په سیمه کښې د نویوداعشی افکارو د رامینځته کولو لپاره له هیڅ  هڅې ډډه ونکړی .

هغه وویل له دې سره سره چې داعش ډلې عراق او سوریې ته د ورتلو له وخت راهسې دځینو هیوادونو لخوا ملاتړ درلود خو د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله  او دسورې عسکرو او دهغوې متحدانو داعش ته مرګونې ګوزارونه ورکړل او په دغه ډلې بریالی شول .

هغه وویل داعش ډلې دسوریې د تاریخی ځایونو او کورونو په ورانولو سربیره څه دپاسه درې زره (۳۰۰۰)ښوونځی هم وران کړی دی .

دسوریې د پوهنتون استاد یوسف عیسی ډاګینه کړه امریکا په تیریګرو افکارو سره یو(۱) خطرناک هیواد دی او دغه هیواد هیڅکله دخلکو د پرمختګ او دملت په ګټه کار نه کوی بلکې په نړۍ کښې یوازې د صهیونیسټ رژیم په ګټه فعالیت کوی .