سوریه هیڅ ډول کلنګ ورکولو ته نه تسلیمیږی
دنړۍ درست هیوادونه باید د ترهه ګرۍ له سپیرې بلاسره په مبارزې کې چې ممکنه ده په راتلونکی کې د دټولو ګریوان راګیر کړی ، دسورئې ترڅنګ ودریږی .
دسورئې سانا رسمی خبری آ ژانس راپورورکړی ، د سورئې د ولسمشر دسیاسی اورسانئ چارو سلاکارې میرمن بثینه شعبان پرون په دمشق کې د انګلستان د پارلیمان کلیسا داستازو له پلاوی سره له کتنې وروسته په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی، سوریه تل دخبرواترو په هر هغه پړاؤ کې دګډون لپاره چې د وینې بهیدا دمخنیوی لامل کیږی ، ګډون ته تیاره ده ، خوباید ټول دې پوه شی چې دمشق کلنګ ورکولو ، دروغ وئیلو اود صهونیسټی دسیسو په وړاندې هیڅکله هم نه تسلیمیږی .
میرمن شعبان د داعش ا و النصره جبهې په څیر له جنایتکارو ترهه ګرو ډلو په ملاتړ کې دځینو لویدیځی هیوادونو سیاست ته په اشارې سره وئیلی ، له ترهه ګرۍ ملاتړ د لویدیځ اونړۍ په ګټه نه د ی . هغې ټینګار کړی ، دنړۍ درست هیوادونه باید د ترهه ګرۍ له سپیرې بلاسره په مبارزې کې چې ممکنه ده په راتلونکی کې د دټولو ګریوان راګیر کړی ، دسورئې ترڅنګ ودریږی . دسورئې دولسمشر سلاکارې روښانه کړې ،انګلستان باید د دمشق اوسیمې په وړاندې پخپل سیاست بیا کتنه وکړی او دخپلو هیوادونو له تیروتو سیاستونو سره په مخالفت کې د لویدیځی ملتونو ، له حقه په لوړ غږ سره دفاع وکړی .