دایران په ضد مو دعربستان پشمول ځینی هیوادونه ښه لمسولی دی
د ا مریکا دغه لوړپوړی چارواکی همداراز ووئیل ، اسرائیلی رژیم له ایران سره په ضدیّت کې دځینو عربو هیوادونو متحد شمیرل کیږی .
دامریکا د ولسمشر لوړپوړی سلاکار جارډ کوشنر بلاخره هم د ایران په ضد دعربستان په شمول د سیمې د هیوادونو دلمسولو لپاره د امریکا په هلوځلو اعتراف وکړ او مدعی شوی ، چې دغه هیواد دایران په ضد دسیمه ایز اتحاد په جوړولو کې پرمختګ کړی دی .
کوشنر زیاته کړې ، سعودی عربستان ته دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ سفر هم په همدې موخې سره شوی .
د ا مریکا دغه لوړپوړی چارواکی همداراز ووئیل ، اسرائیلی رژیم له ایران سره په ضدیّت کې دځینو عربو هیوادونو متحد شمیرل کیږی .
دترهه ګرو او تکفیری ډلو په ضد د عراق او سورئې پوځونو او ولسی مبارزو ځواکونوبریالیتوب ، چې دایران په ملاتړ او ملګرتیا سره ترلاسه شوی ، د ترهه ګرو لویدیځی او ځینی عربی ملاتړی په سیمې کې دایران په ضد ډیپلوماټیکو اوتاؤتریخجنو خوځښتونو ته اړباسلی دی .