د اسلامی مقاومت بې وسلې کول به هیڅکله هم عملی نشی
دلبنان دحزب ا... دغه لوړپوړی چارواکی په لبنان د صهونیسټ رژیم دا حتمالی یرغلونو په باب هم ووئیل ، دلبنان مقاومت په بشپړ ډول تیارسی دی او که اسرائیل په لبنان دتیریو په فکر کې وی ، نو حزب ا... غورځنګ ئې د مقابلې او دخپلې خاورې ددفاع لپاره له بشپړ ډول تیارسی برخمن دی .
دلبنان دحزب ا...ولسی غورځنګ دعمومی منشی مرستیال شیخ نعیم قاسم په تهران کې د اسلامی وحدت دغونډې په څنډې کې له مهر خبری آژانس سره په خبرو کې وئیلی دی ، امریکا او ا سرائیل او دهغو تالی څټی داسلامی مقاومت د بې وسلو کولو خبرې کوی ،ځکه حزب ا.... غورځنګ توانیدلی ، په لبنان کې یولړ بریالیتوبونه ترلاسه کړی او اسرائیلو ته درنده ماته ورکړی .
شیخ نعیم قاسم خپل هیواد ته دلبنان دلومړی وزیر سعد حریری بیرته ستنیدو ته په اشارې سره ووئیل ، ټول لوری دم ګړۍ په لبنان کې دثبات په باب سره موافقې ته رسیدلی دی او دلبنان چارواکی له بهرنیو لاسوهنو پرته ،پخپله دلبنان په باب فیصلې کوی .