عربستان بیا هم لسګونه یمني مسلمانان ووژل
Jan 04, 2018 18:00 Asia/Kabul
د یمن د لویدیځ په الحُدیده ولایت باندې د عربستان د وروستیو هوايي بریدونو د وژل شویو شمیر نور هم زیات شو.
ایرنا لیکلي چې د یمن سیمه ایزو او طبي سرچینو نن وویل: له تیر ماښام نه تر نن سهار پورې د الحدیده ولایت پر استوګنو سیمو د سعودي تیري ګرو په نهو هوايي بریدونو کښې ۵۰ یمنیان وژل شوي او ۶۴ نور زخمي شوي دي.
په یمن کښې د ملګرو ملتو د انساني چارو غږملونکي جیمي مک ګورلډریک د یوې بیانیې په صادرولو سره اعلان وکړ چې پر یمن د سعودي ائتلاف د وروستیو هوايي بریدونو نتایج ښودنه کوي چې په یمن کښې پر انساني ژوند بیخي سترګې پټې کړی شوې دي.
ټیګونه