عربستان بیاهم په یمن کښې لسګونه بیګناه مسلمانان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i63059-عربستان_بیاهم_په_یمن_کښې_لسګونه_بیګناه_مسلمانان_ووژل
د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش د امنیت شورا له ټولو دائمي غړو غوښتي چې د یمن د کلابندۍ د ختمولو لپاره پر عربستان دباو واچوي خو تراوسه یې هیڅ ګټه نه ده کړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 09, 2018 17:56 Asia/Kabul
  • عربستان بیاهم په یمن کښې لسګونه بیګناه مسلمانان ووژل

د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش د امنیت شورا له ټولو دائمي غړو غوښتي چې د یمن د کلابندۍ د ختمولو لپاره پر عربستان دباو واچوي خو تراوسه یې هیڅ ګټه نه ده کړې.

د یمن د سویل لویدیځ په تعز ولایت باندې د سعودي جنګي الوتکو په ننیو بریدونو کښې لږترلږه ۱۲ یمني مسلمانان مړه او ګڼ نور زخمي شول.

العالم ټي وي چینل خبر ورکړی چې د عربستان جنګي الوتکو همداشان د یمن په لویدیځ کښې په الحُدیده ولایت باندې په حملې سره پنځه یمني کارګران ووژل.

په عین حال کښې د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د شورا لوړ کمشنر رعد الحسین د یمن له کلابندۍ او پرې د سختو حملو له امله د یمن د خلکو حالات غمیزه ناک وبلل.

رعد الحسین وویل: د ملګرو ملتو د سازمان له جوړیدو راهیسې په دومره زیات د سر او مال په تاوان سره داسې ستر مصیبت نه و لیدلی.

هغه زیاته کړه چې د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش د امنیت شورا له ټولو دائمي غړو غوښتي چې د یمن د کلابندۍ د ختمولو لپاره پر عربستان دباو واچوي خو تراوسه یې هیڅ ګټه نه ده کړې.