دسورئې دملی حاکمیّت او مځکنۍبشپړتیاساتنه د ټولو مسئولیّت دی
دسوچی دکنفرانس په دغې اعلامیې کې درستو ګډون کونکو له خوا د سورئې د ملی حاکمیّت او مځکنۍ بشپړتیا پر ساتنې په ټینګار سره روښانه شوې ده ، دسورئې ملت یوازینی مرجع ملت دی چې د دغه هیواد راتلونکی به د ډیموکراټیکو آوزارونو او د انتخاباتو له لارې پخپله وټاکی .
فارس خبری آژانس راپور ورکړی ، د روسیې په سوچی ښار کې د دسورئې دملی خبرواترو دکنګرې نومې نړیوال کنفرانس چې د جنورۍ په ۲۹پیل شوې ؤ، بیګا د اعلامیې په خپرولو سره خپل کار پای ته ورساوه .
راپورښئ په دغې اعلامیې کې درستو ګډون کونکو له خوا د سورئې د ملی حاکمیّت او مځکنۍ بشپړتیا پر ساتنې په ټینګار سره روښانه شوې ده ، دسورئې ملت یوازینی مرجع ملت دی چې د دغه هیواد راتلونکی به د ډیموکراټیکو آوزارونو او د انتخاباتو له لارې پخپله وټاکی .
د سوچې دغونډې د اعلامیې په اساس ، دسورئې پوځ باید وساتل شی څو د هرډول بهرنی ګواښ په وړاندې د خپلو پولو او د سورئې د ولس دساتنې پشمول د دغه داساسی قانو په اساس پخپلو دندو په ښه ډول عمل وکړائ شی .
په دغې اعلامې کې همداراز د اساسی قانون داصلاحاتو دترسره کولو په موخې سره چې د ملګروملتو تر نظر لاندې او دامنیت شورا د ۲۲۵۴پریکړه لیک په اساس دسورئې دشخړې له سیاسی حل سره مرسته کوی ، د سورئې د حکومت او مخالفانو داستازو په ګډون سره داساسی قانون دکمیټې په جوړولو هم ټینګار شوی دی .
د سوچې اعلامیه د ترهه ګرۍ ، تعصب ، افراط پالنې او دینی فرقه پالنې په هر ډول بڼو او شکلونو کې محکوموی ا و له دغو سپیرو او ناخوښو ښکارندو سره په فعال ډول مقابلې ټینګار کوی .
په عین حال کې د سورئې په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی الیګذنډر لاورنتیف بیګا په یولړڅرګندونو کې په دې خبرې په ټینګار سره چې دسو چی په غونډې کې ګډون کونکی توانیدلی دی ، خپل ټول اختلافات تر ډیره حده ختم کړی ،ووئیل ، په سوچی کنفرانس کې درې سندونه تصویب شول . هغه وئیلی دغه درې سندونه د سورئې په چارو کې دملګروملتو د سرمنشی ځانګړی استازی ډی میستوره ته سپارل شوی ،څو دهغو په اساس عمل وکړی .
دغه راز د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف هم بیګا په سوچی کې د سورئې دملی خبرواترو کنګره بریالۍ بللی او وئیلی ئې دی ، په دغې غونډې کې غایب مخالفان به دسورئې داساسی قانون په کمیټې کې ګډون وکړی . هغه وئیلی روسیې ،ایران او ترکیې موافقه کړې ده ، له سوریا والو سره دخبرواترو لپاره سورئې په چارو کې د ملګروملتو دسرمنشی له ځانګړی استازی سره مرسته کوی څو دسولې ترسره شوی خبرې اترې دسوریاوالو لپاره مثبتې نتیجې ولری او دا خبرې اترې د نورو لپاره هم بیلګه شی .