دیمن یولس میلیون ماشومان دانسان دوستۍمرستوته سملاسی اړتیا لری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i64565-دیمن_یولس_میلیون_ماشومان_دانسان_دوستۍمرستوته_سملاسی_اړتیا_لری
سعودی عربستان د امریکا،صهونیست رژیم او دځینو سیمه ایزو عربو رژیمونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵کال په مارچ کې په یمن په پوځی تیریو سره دغه بې وزله عرب هیواد د مځکې ،هوا اوسمندر له لارې په بشپړ ډول کلابند کړی او د یمن بې وزله ولس ئې ترمرګ حده رسولی او د دغه هیواد بیخ بینائی تاسیسات ئې هم په بشپړ ډول تباه کړی او دلسګونو زره مظلومو یمن والو وینه ئې بهولې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 31, 2018 03:05 Asia/Kabul
  • دیمن یولس میلیون ماشومان دانسان دوستۍمرستوته سملاسی اړتیا لری

سعودی عربستان د امریکا،صهونیست رژیم او دځینو سیمه ایزو عربو رژیمونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵کال په مارچ کې په یمن په پوځی تیریو سره دغه بې وزله عرب هیواد د مځکې ،هوا اوسمندر له لارې په بشپړ ډول کلابند کړی او د یمن بې وزله ولس ئې ترمرګ حده رسولی او د دغه هیواد بیخ بینائی تاسیسات ئې هم په بشپړ ډول تباه کړی او دلسګونو زره مظلومو یمن والو وینه ئې بهولې ده .

زمونږ خبریال راپورراکړ دملګروملتو دماشومانو دحقوقو دبسپنې  یا یونیسف ادارې  په پرونې اعلامیې کې   په یمن کې انسانی اوضاع غمیزه رامینځةکونکی بلل شوی او وئیل شوی دی ،  دیمن څه دپاسه یولس میلیون ماشومان  د  انسان دوستۍ  مرستو ته ډیر اړتیا لری.

 په دغې  اعلامی کې همداراز  په یمن کې  د څښاک دسالمو  ا وبو نشتوالی ، اندیښمنونکی بلل شوی او وئیل شوی دی ، د یمن څه دپاسه یو میلیون ماشومان  د وبا په   ناروغۍ  ککړ دی .

 په یمن کې د  یونیسف  ادارط  استازی  مریتکسل رلانو  هم په همداوروستیو کې  وئیلی دی ،   دیمن  د روغتیا او درملنې نظام  د سعودیانو د بې امانه حملو  له امله  نابود شوی دی .

  سعودی عربستان د امریکا،صهونیست رژیم او دځینو سیمه ایزو عربو  رژیمونو  په ملاتړ سره  د ۲۰۱۵کال په مارچ کې  په یمن  په پوځی تیریو سره دغه  بې وزله  عرب هیواد  د مځکې ،هوا اوسمندر له لارې  په بشپړ ډول کلابند کړی  او د یمن بې وزله ولس ئې  ترمرګ حده رسولی  او د دغه هیواد بیخ بینائی تاسیسات ئې  هم په بشپړ ډول تباه کړی او  دلسګونو زره  مظلومو یمن والو وینه ئې   بهولې ده .

په یوه بل خبر کې وئیل شوی دی ، دیمن د  انقلاب دلوړې کمیتې  مشر  محمدعلی  الحوثی  پرون   په یولړ څرګندونو کې  د  دغه هیواد د  جنوبی ولایتونو  ښاریز  آرامښت ته بللی او  دیمن په جنوب کې ئې دنښتو د دریدا غوښتنه کړې ده .  الحوثی   روښانه کړې ، سعودی عربستان،  دهغو ملاتړی او  له تښتیدلی اومستعفی ولسمشر منصور هادی سره   اړونده  ځواکونه  هڅه کوی ،   ځینی وهابی اوغړیدلی کسان  وګماری  څو  له هغوی د یمن  دجنوب دولس  دخوځښتونو په ضد ترې ناسمه استفاده وکړی  ،خو دیمن  ولس باید د دغوتیریګرو   په لومې کې ښکیل نشی  او دخپلې خاورې د دفاع لپاره دې د یمن  له پوځ او ولسی مبارزانو له کمیټیو سره ملګرتیا او غږملتیا ولری .