په یمن د عربستان وحشیانه بمباري روانه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i64923-په_یمن_د_عربستان_وحشیانه_بمباري_روانه_ده
د یمن په صنعا او صعده ولایتونو د عربستان  په هوایی حملو کې کابو اوه کسان مړه او په لسګونو ژوبل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 05, 2018 03:12 Asia/Kabul
  •  په یمن د عربستان وحشیانه بمباري روانه ده

د یمن په صنعا او صعده ولایتونو د عربستان  په هوایی حملو کې کابو اوه کسان مړه او په لسګونو ژوبل شول.

 

د  فارس خبري اژانس د راپور له مخې د سعودي جنګي الوتکو پرون  په  صنعا ولایت کې د جنایی تحقیقاتو په ودانۍ برید وکړ چې له امله یې اوه کسان مړه اوتر اوو پنځوسو زیات ژوبل شول.

په عین حال کې المیسره چینل اعلان وکړ چې  د میدي صحرا په شمال کې  په حجه ولایت کې دسعودي تالي څټو په مرکز د یمني ځواکونو په برید کې  یو شمیر تالي څټي ووژل شول.

 په یمن د عربستان تیري د دغه هیواد د مستعفي ولسمشر منصورهادي د ستنولو لپاره له تیرو کابو  دریو کلونو پیل شوی چې پکې تر اوسه په لسګونو زره یمنیان مړه ژوبل او په لکونو کډوال شوې دي.