اردوغان له ملک سلمان سره د سوریې په هکله وغږیده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i65583-اردوغان_له_ملک_سلمان_سره_د_سوریې_په_هکله_وغږیده
دمشق په ځلونو ویلي دي چې ترکیه او عربستان په سوریې کښې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 14, 2018 10:02 Asia/Kabul
  • اردوغان له ملک سلمان سره د سوریې په هکله وغږیده

دمشق په ځلونو ویلي دي چې ترکیه او عربستان په سوریې کښې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز بیګا د ټیلیفون په لیکه د دوه اړخیزو اړیکو او د سوریې د کړکیچ په هکله سلامشوره وکړه.

مهر خبري آژانس لیکلي چې اردغان او ملک سلمان په دغو ټیلیفوني خبرواترو کښې د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په اهمیت، د دغه هیواد د کړکیچ د هواري لپاره د سیاسي حل لارې په موندلو او په دې لړ کښې د ګډې ملګرتیا او هلوځلو په زیاتولو ټینګار وکړ.

د ترکیې او عربستان مشران په داسې حال کښې د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا د حفاظت په اهمیت او د دغه هیواد د کړکیچ په سیاسي هواري ټینګار کوي چې انقره او ریاض په سوریې کښې د کړکیچ اصلي رامینځته کونکي دي.

دمشق په ځلونو ویلي دي چې ترکیه او عربستان په سوریې کښې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.