دایران په ضددپریکړه لیک په ناکامیدوسره دسعودی عربستان ملاتړی بیا رسواشول
دایران دبهرنیو اړیکو د سټراټژیکی شورا مشر روښانه کړې ، له بده مرغه هغه نړیوال اورګانونه چې دسولې ا و امنیت درامینځةکولو لپاره جوړې شوی دی ، د هغو هیوادونو په اختیار کې دی ، چې غیر انسانی موخې تعقیبوی .
دایران د بهرنیو اړیکو د سټراټژیکې شورا مشر کمال خرازی نن زمونږ له خبریال سره په خبرو :ې روښانه کړې ، په یمن باندې په تیریو کې د سعودی عربستان ملاتړی هیوادونه دملګروملتو امنیت شورا ته د ایران په ضد دپریکړه لیک په وړاندې کولو کې ناکام شوی او رسوائې ئې یو ځل بیا نندارې ته وړاندې شوې ده .
کمال خرازی دغه راز دملګروملتو امنیت شورا ته د ایران په ضد د پریکړه لیک په وړاندې کولو کې دانګلستان د اقدام په باب ووئیل ، دغه پریکړه لیک په یمن کې د سولې اوامنیت له ټینګیداسره هیڅ مرسته نه کوی او ددې په ځای ، باید داسې پیریکړه لیک صادرشوی وائ چې سعودی عربستان په یمن خپلې حملې ودروی او د دغه هیواد بې څوکه خلکو ته د انسانی مرستو د رسیدا لپاره لاره پرانیزی .
دایران دبهرنیو اړیکو د سټراټژیکی شورا مشر روښانه کړې ، له بده مرغه هغه نړیوال اورګانونه چې دسولې ا و امنیت درامینځةکولو لپاره جوړې شوی دی ، د هغو هیوادونو په اختیار کې دی ، چې غیر انسانی موخې تعقیبوی .
کمال خرازی وئیلی دی ، دیمن له ملته په ملاتړ کې دې دیوه پریکړه لیک په تصویبولو سره ، دیمن والو ترمینځ د سولې اوامنیت دټینګولو او په دغه هیواد کې د ټولو پرګنو اوګوندونو په ګډون سره د ولسی حکومت د ټینګیدا په خاطر د داخلی خبرواترو زمینه برابره شی .