ایران روسیه او ترکیه دې د سورئې دعمومی اوربندلپاره شرائط برابرکړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i66543-ایران_روسیه_او_ترکیه_دې_د_سورئې_دعمومی_اوربندلپاره_شرائط_برابرکړي
ټاکل شوې ده اروپائی اتحادیه داپریل په ۲۴ او ۲۵ دسورئې په باب یو نړیوال کنفرانس ترسره کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 28, 2018 15:31 Asia/Kabul
  • ایران روسیه او ترکیه دې د سورئې دعمومی اوربندلپاره شرائط برابرکړي

ټاکل شوې ده اروپائی اتحادیه داپریل په ۲۴ او ۲۵ دسورئې په باب یو نړیوال کنفرانس ترسره کړی .

روئیټرز خبری آژانس راپور ورکړی ،  داروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست مسئولې میرمن فډریکا موګرینی   دایران ،روسیې اوترکیې  خارجه وزیرانو ته  دجلاجلا لیکونو  په لیږلو سره   له  دغو هیوادونو غوښتی دی ،  په سورئې کې دې  د عمومی اوور بند  لپاره شرائط برابر کړی .

میرمن موګرینی   د دغو جلاجلا لیکونو په لیږلو او  له ترهه ګرو   دلویدیځ   مستقیمو او غیر مستقیمو  ملاتړونو ته له اشارې پرته  له ایران ،روسیې اوترکیې  غوښتی دی ، دسورئې  د ولس  دساتنې ، ملاتړ او دنښتو دختمولو د ضمانت  او  دغه راز    دغه هیواد ته  دسملاسی انسان دوستۍ د مرستو د لیږد او  تاوان لیدونکو اوټپیانو  د درملنې اوویستلو د شرائطو  دبرابرولو لپاره دط شرائط برابر کړی  .

فډریکا موګرینی  دقزاقستان په آستانې کې د سورئې د سولې دخبرواترو له لورو په غوښتنې سره  له هغوی غوښتی دی ،  په درستې سورئې  کې دې  د لږترلږه  دیرشو ورځو  لپاره د اوور بند شرائط برابر کړی .  داروپائی اتحادئې  دبهرنی سیاست مسئولې  په دغه لیکونو کې  چې  د ملګروملتو  سرمنشی  ا و داروپائی اتحادئې د    اوه ویشتو غړو هیوادونو خارجه وزیرانو ته  هم لیږدول شوی دی ،  وئیلی دی ، اوور بند،   دملګروملتو تر ملاتړ لاندې   دسولې په  خبرواترو کې  دپرمختګ چانس  برابروی .

 ټاکل شوې ده اروپائی اتحادیه  داپریل په ۲۴ او ۲۵  دسورئې په باب  یو نړیوال کنفرانس ترسره کړی .