د فلسطين لپاره د قدس له پائېتختۍ څخه د اردوغان ملاتړ
د ترکيې ولسمشر تاکيد وکړ چې دغه هېواد د صهيونېسټ رژيم د پائېتخت په توګه د قدس د ټاکنې په زمينه کښې د امريکې د فېصلې مخالف دے او د انقرې موقف د فلسطيني ولس لپاره د قدس په پائېتختۍ باندې تاکيد دے.
د ترکيې د آناتولي خبري اژانس د رپوټ له مخې رجب طيب اردوغان په نواکشوط نړيوال هوائي ډګر کښې له خپل موريطانيائي همسنګ محمد ولد عبدالعزيز سره په ګډ خبري کانفرنس کښې واضحه کړه: مونږ به د فلسطين لپاره د قدس د پائېتختۍ په وړاندې له خپل موقفه هيڅ وروستو نه شوو.
هغه نواکشوط ته خپل د يو ورځني سفر په آخر کښې وويل: د قدس ښار د مسيحيت د نړۍ لپاره هم ډېر زيات مهم ځاے ګڼل کيږي.
اردوغان د قدس شريف په اهميت باندې په تاکيد سره وويل:دا چې امريکې قدس د خپل سفارت په توګه اعلان کړے دے زمونږ لپاره لازموالے نه پېدا کوي او هم هغه ډول چې مو وليدل په ملګرو ملتو کښې هم د دغې مسئلې د څېړنې په دوران کښې ۱۲۸ هېوادونو يې په مقابل کښې منفي موقف اختيار کړ.