دیمن شخړه باید د خبرواترو له لارې حل شی
دروسیې خارجه وزیر ټینګار کړی ، نړیواله ټولنه په تیره بیا ملګری ملتونه باید په یمن کې له ښکیلو لورو وغواړی له تاؤتریخوالی څخه په ډډه کولو سره دې رغنده خبرواترو ته چمتووالی وښئ ، البته ماسکو به هم په دې زمینې کې پخپل وار هڅو ته دوام ورکړی .
زمونږخبریال راپورراکړ دروسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف نن د ایتوپیا له ریپورټر رسانۍ سره په خصوصی مرکې کې ټینګار کړی ، نړیواله ټولنه دې په هره ممکنه بڼه په یمن کې ښکیل لوری خبرواترو ته وهڅوی .
هغه وئیلی دی ، دیمن په بحران کې تسلیمیدا دمنلو وړ نه ده او ښکیل لوری باید دخبرواترو میز ته کیښنی .
دروسیې خارجه زویر زیاته کړې په دې باب د روسیې دریځ بدل شوی نه دی او ماسکو په یمن کې د شخړو او جنګ جګړو حل ، یوازې دټولو سیاسی لورو ګټو ته په احترام مشتملو خبرواترو له لارې وینی .
لاؤروف روښانه کړې ، په یمن کې دملی وفاق فوری احیاءوجود نه لری او دم ګړۍ په یمن کې ښکیل لوری ، دځینو بې اساسه ادعاګانو په مطرح کولو سره رغنده خبرواترو ته تیار نه دی ، خو باید هلې ځلې پرې نه ښودل شی او دخبرواترو لپاره هلې ځلې دوام ولری .